شرم الشيخ۔ 14 اكتوبر(اے پي پي) فرانسوي صدر ايمانوئل مېكرون وئېلي دي فرانس به راروانه مرحله كښې د غزه په انتظام كښې يو ډېر خاص كردار ادا كوي كوم به چې د فلسطين اتهارټي سره په ګده تر سره كولې شي۔ د العربيه تر مخه هغه دا خبره د مصر ښار شرم الشيخ ته په رسېدو وكړه٬ چرته چې هغه د مصري صدر عبدالفتاح السيسي او د امرېكې صدر ډونلډ …
په راروانه مرحله كښې به د غزه په انتظام كښې مهم كردار ادا كوو٬ فرانس

مزید خبریں
شرم الشيخ۔ 14 اكتوبر(اے پي پي) فرانسوي صدر ايمانوئل مېكرون وئېلي دي فرانس به راروانه مرحله كښې د غزه په انتظام كښې يو ډېر خاص كردار ادا كوي كوم به چې د فلسطين اتهارټي سره په ګده تر سره كولې شي۔ د العربيه تر مخه هغه دا خبره د مصر ښار شرم الشيخ ته په رسېدو وكړه٬ چرته چې هغه د مصري صدر عبدالفتاح السيسي او د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې په امن سر مشريزه غونډه كښې ګدون وكړو۔ هغه ووئېل مونږ د فلسطين اتهارټي سره به يو خاص كردار ادا كوو ٬ مونږ به دا باوري كوو چې اتهارټي ته په دې كښې موثر كردار تر لاسه شي او هغه د جنګ نه پس پكار اصلاحات باندې عمل وكړي۔ فرانسوي صدر ووئېل د فلسطين صدر محمود عباس به په شرم الشيخ سمټ كښې ګدون كوي ۔دا هغه يوه مثېت اشاره وګرځوله كوم چې د فلسطين اتهارټي د يو آئينې او معتبر ادارې په توګه د كردار اعتراف دے۔










