د غزه جنګ بندۍ لوظ نامې څخه په يوكرېن كښې هم د جنګ د خاتمې هيله راپېدا شوه٬ ولاديمير زېلنسكي

كېف 14 اكتوبر(اے پي پي) د يوكرېن صدر وېلاديمير زلنسكې د غزه جنګ بندۍ لوظ نامې غېر معمولي ستائنې كولو سره وئېلي دي د دې جنګ بندۍ لوظ نامې نه وروستو په يوكرېن كښې هم دا اميد زيات شوے چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ به دا روان جنګ ختم كړے شي او هغه به په دې كښې كامياب شي چې د روسيه جنګي جارحيت نه يوكرېن اوساتي۔ د العربيه …

كېف 14 اكتوبر(اے پي پي) د يوكرېن صدر وېلاديمير زلنسكې د غزه جنګ بندۍ لوظ نامې غېر معمولي ستائنې كولو سره وئېلي دي د دې جنګ بندۍ لوظ نامې نه وروستو په يوكرېن كښې هم دا اميد زيات شوے چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ به دا روان جنګ ختم كړے شي او هغه به په دې كښې كامياب شي چې د روسيه جنګي جارحيت نه يوكرېن اوساتي۔ د العربيه تر مخه ولاديمير زلنسكي په سوشل ميډيا خپل اكاونټ بيان كښې ووئېل چې كله د نړۍ يوې منطقې لپاره د امن تر لاسه كول ممكن كېدے شي نو د بلې منطقې لپاره هم هيله زياتېدې شي ۔ بلخوا د المان چانسلر فرېډرك ميرز غوښتنه كړې ده چې امرېكا دې په يوكرېن كښې د امن راوستلو لپاره هلې ځلې روانې اوساتي۔ هغه هيله څركند كړه چې صدر ټرمپ به خپله مخ ملازه كومه چې هغه په مينځني ختيز كښې وكاروله هغه به په يوكرېن كښې هم پكار راولي۔

مزید خبریں