سيئول۔ 10 اكتوبر (اے پي پي) د شمالي كوريا لارښود كم جونګ آن هېواد په يو سوشلسټ پېراډائېز د بدلولو عزم څرګند كړے دے۔د سركاري خبر رسنې ادارې كوريئن سېنټرل نيوز ايجنسۍ تر مخه دا اعلان هغه د وركرز پارټي آف كوريا د جوړېدو په 80 كاله تر سره كېدو د سالګره په موقع يوې اولسي غونډې ته وكړو۔هغه ووئېل زمونږ د ګوند مرستيال اولس او د هغوي د يو …
شمالي كوريا هېواد نه د سوشلسټ پېراډائز جوړولو اعلان

مزید خبریں
سيئول۔ 10 اكتوبر (اے پي پي) د شمالي كوريا لارښود كم جونګ آن هېواد په يو سوشلسټ پېراډائېز د بدلولو عزم څرګند كړے دے۔د سركاري خبر رسنې ادارې كوريئن سېنټرل نيوز ايجنسۍ تر مخه دا اعلان هغه د وركرز پارټي آف كوريا د جوړېدو په 80 كاله تر سره كېدو د سالګره په موقع يوې اولسي غونډې ته وكړو۔هغه ووئېل زمونږ د ګوند مرستيال اولس او د هغوي د يو والي په اعتبار سره زه دا هېواد لا خوشحال او ښكلے به جوړوم او د نړۍ تر ټولو غوره سماجي جنت به جوړوم۔ هغه زور راوړو كه د شمالي كوريا اولس پرله پسې خواري روانه اوساتي نو د ژوند په معيار كښې لا ښه والے ممكن دے او ټول اهداف سر كېدې شي۔ په دې دستوره كښې د روسيه پلاوي هم ګډون وكړو د كوم مشري چې د روسيه د سلامتي كونسل ډپټي چيئرمېن او د يونائټډ رشيا پارټي استازي وكړه۔ دا بيان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې كله شمالي كوريا ته د نړيوالو بندېزونو ٬ معاشي چېلنجز او د تاو تريخوالي مخه ده خو حكومت د كورني استحكام او ترقۍ بيانيه وړاندې كوي۔










