نيويارك 10 اكتوبر (اے پي پي) سعودي عرب كښې به يونيورسټي آف هيون خپل كېمپس په كال 2026 كښې پرانيځي۔ د عرب نيوز تر مخه يونيورسټي آف هيون وړومېے پوهنتون دے كوم چې په سعودي عرب كښې د كېمپس جوړولو منظوري تر لاسه كړه ۔ ياد دې وي چې د سعودي كابينې په تېره غونډه كښې په رياض كښې د نيو هيون يونيورسټي جوړولو منظوري وركړې وه۔ د پوهنتون صدر …
د امرېكې هېون پوهنتون به راروان كال سعودي عرب كښې خپل كېمپس پرانيځي

مزید خبریں
نيويارك 10 اكتوبر (اے پي پي) سعودي عرب كښې به يونيورسټي آف هيون خپل كېمپس په كال 2026 كښې پرانيځي۔ د عرب نيوز تر مخه يونيورسټي آف هيون وړومېے پوهنتون دے كوم چې په سعودي عرب كښې د كېمپس جوړولو منظوري تر لاسه كړه ۔ ياد دې وي چې د سعودي كابينې په تېره غونډه كښې په رياض كښې د نيو هيون يونيورسټي جوړولو منظوري وركړې وه۔ د پوهنتون صدر ډاكټر جينس فريډركسن ووئېل په رياض كښې كېمپس پرانستلو څخه به زده كوونكو ته د كاميابۍ لپاره غوره ماحول سره د كېرئير اهداف مستحكم كولو لپاره د زده كړې يو قوي بنياد تر لاسه شي۔هغه ووئېل كېمپس به په يو داسې هېواد كښې د اكېډم آفرنګ پراخه رينج رامخې ته كړي كوم چې په مينځني ختيز كښې او په نړۍ كښې د موقعو لپاره يوه ګېټ وے دے۔ په رياض كېمپس كښې به كالج آف بزنس اينډ ډيجيټل انووينشن ٬ كالج آف انجينرنګ تينډ ايډوانسډ مينو فېكچرنګ او كالج آف آرټس اينډ اپلائېډ سائنسز موجود وي۔ واضحه دې وي چې د برطانيه يو ليډنګ انډېپېنډنټ سكول په سعودي عرب كښې ايجوكېشنل انويسټمنټ پارټنرز سره په پايه تخت رياض كشې يو نوے سكول پرانيځي ۔ مالورن كالج به په سعودي عرب كښې وړومبے كېمپس په رياض كښې جوړوي د كوم پرانسته به چې په كال 2027 كښې كېږي۔ مالورن كالج په كال 1865كښې برطانيه كښې جوړ شوے ؤ د كوم شمېر چې د نړۍ په 50 غوره ادارو كښې كېږي










