پورټ سوډان 09 اکتوبر (اے پي پي) د سوډان په الفشر ښار كښې نيم پوځي تنظيم"ريپډ سپورټ فورسز" په يو جومات بريد كښې 13 كسان وژلي او شل ټپيان شوي دي ۔ د اے اېف پي له مخئ د عينې شاهدينو له مخې د ريپډ سپورټ فورسز ډلې د شورو په ورځ په الفشر ښار كښې په يو جومات ډزې وكړې چرته چې بې كوره شوو كسانو پناه اخستې وه۔ …
سوډان٬ د ريپډ سپورټ فورسز په جومات بريد٬ 13 كسان مړه٬ شل ټپيان

مزید خبریں
پورټ سوډان 09 اکتوبر (اے پي پي) د سوډان په الفشر ښار كښې نيم پوځي تنظيم”ريپډ سپورټ فورسز” په يو جومات بريد كښې 13 كسان وژلي او شل ټپيان شوي دي ۔ د اے اېف پي له مخئ د عينې شاهدينو له مخې د ريپډ سپورټ فورسز ډلې د شورو په ورځ په الفشر ښار كښې په يو جومات ډزې وكړې چرته چې بې كوره شوو كسانو پناه اخستې وه۔ ذريعو د نوم نه څرګندولو په شرط ووئيل په جومات د شمال لخوا بريد شوے او هلته ئيې د آر اېس اېف په ابو شوك کيمپ قبضه كړې ده او د سوډان پوځ څخه د ښار كنټرول اغستو هڅې روانې دي۔ يو ځائي كس د شورو په ورځ د تر سره شوي بريد په اړه ووئيل ماسپخين د ډزو نه وروستو مونږ ملبې څخه 13 مړي رېسكيو كړې دي۔ په بريد كښې روغ پاتي كس ووئيل په جومات كښې مونږ 70 كورنيو پناه اخستې وه ځكه چې آر اېس اېف زمونږ په كورونو قبضه كړې وه۔ رپورټس له مخئ د آر اېس اېف لخوا په الفشر دا بريد په كال 2023 كښې پوځ سره د پېل شوي جنګ سخت بريد ګرځولے كېږي










