ماسكو ۔ 9 اكتوبر (اے پي پي) روسيه غزه كښې د امن منصوبې مرسته كړې ده٬ د رشيا ټو ډے تر مخه د روسيه خارجه وزير سرګۍ لاروف وئېلي دي د امرېكې صدر ډونږ ټرمپ لخوا تجوېز كړې د امن منصوبه دا وخت د خونرېزۍ د اودرولو غوره آپشن دے ۔ هغه ووئېل هر څو چې دا تجوېز مثالي نه دے ځكه چې دا غزه ته پام لرنه كوي ٬ …
غزه كښې امن منصوبه دا وخت د خونرېزۍ اودرولو لپاره غوره آبشن دے٬ د روسيه خارجه وزير

مزید خبریں
ماسكو ۔ 9 اكتوبر (اے پي پي) روسيه غزه كښې د امن منصوبې مرسته كړې ده٬ د رشيا ټو ډے تر مخه د روسيه خارجه وزير سرګۍ لاروف وئېلي دي د امرېكې صدر ډونږ ټرمپ لخوا تجوېز كړې د امن منصوبه دا وخت د خونرېزۍ د اودرولو غوره آپشن دے ۔ هغه ووئېل هر څو چې دا تجوېز مثالي نه دے ځكه چې دا غزه ته پام لرنه كوي ٬ په بنيادي توګه د فلسطين مسئله شاته بيائي ٬ كومه چې اصل شخړه ده۔ هغه ووئېل د حقيقت خوښي په توګه مونږ دا ګڼو چې دا په دې وخت كښې تر ټولو غوره آپشن دے ٬ زما خيال دے چې دا منصوبه د يوې موزو منصوبې غوندې ښكاري كومه چې د فرېقېن لخوا قبولېدې شي يا يكسر مسترد كېدې شي۔ د روسيه خارجه وزير ووئېل دا منصوبه حقيقت پسنده ده كه فلسطين دا قبوله كړي۔ هغه ووئېل زمونږ هېواد د لوظ نامې لپاره د تركيه ٬ مصر ٬ قطر امرېكې او د اسرائيل خبرو كوونكو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كوي۔ هغه ووئېل روس په دې عمل كښې د كوم هم ملاتړ وركولو لپاره چمتو دے د كوم چې ضرورت وي٬ هغه زياته كړه ماسكو د يو فلسطيني رياست جوړولو لپاره هم مرسته كولې شي ٬ اوس تر ټولو مهمه د خونرېزۍ مخه نيول ده او په دې لحاظ د ټرمپ منصوبه يوه هيله لرونكې ده۔










