دوه رياستي حل د دائمي امن يواځنۍ لاره ده۔ اروپائي كمېسون

برسلز 01 اكتوبر (اے پي پي) د اروپائي كمېسون صدر اورسولا فان ډيئرلائن د امريكائي جمهوررئيس ډونلډ ټرمپ د ھغه پلان هركلے كړے دے چې مقصد ئې د غزه په پټۍ كښې تقريباً د دوو كلنو راهسې د روان جنګ خاتمه كول دې۔ د العربيه له مخې اورسولا فان ډيئرلائن خپل "ايكس" پوسټ كښې وئيلي دي چې "دوه رياستي حل اسرائيل او فلسطينيانو لپاره د سپېځلې او دائمي امن ترلاسه …

برسلز 01 اكتوبر (اے پي پي) د اروپائي كمېسون صدر اورسولا فان ډيئرلائن د امريكائي جمهوررئيس ډونلډ ټرمپ د ھغه پلان هركلے كړے دے چې مقصد ئې د غزه په پټۍ كښې تقريباً د دوو كلنو راهسې د روان جنګ خاتمه كول دې۔ د العربيه له مخې اورسولا فان ډيئرلائن خپل “ايكس” پوسټ كښې وئيلي دي چې “دوه رياستي حل اسرائيل او فلسطينيانو لپاره د سپېځلې او دائمي امن ترلاسه كولو يواځۍ عملي لاره ده۔ دې زور رواړو چې زه “ټولو ډلو ته د دې موقعې څخه د ګټې پورته كولو ترغيب وركوم”۔ د اورسولا له مخې اروپائي ائتلاف په دې لړ كښې خپل كردار لوبولو له چمتو دے۔ د اروپائي كمېسون صدر ووئيل چې جنګ بندي پكار ده او د غزه وګړو لپاره دې په سمدستي توګه بشري مرسته ورسولې شي او ټول يرغمال شوي دې په سمدستي توګه خوشې كړې شي۔

مزید خبریں