وفاقي وزير احسن اقبال د چين قامي ورځ په موقع د چين قيادت او اولس له مباركي وركړه

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د پاكستان حكومت او اولس لخوا د عوامي جمهوريه چين قيادت او اولس ته په قامي ورځ مباركي وركړې ده۔ د شورو د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل دا ورځ د چين د اتحاد، استقامت او پرمختګ د ھغه شاندار مزل علامت دے كوم چې چين په نړۍ كښې د پرمختګ او …

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د پاكستان حكومت او اولس لخوا د عوامي جمهوريه چين قيادت او اولس ته په قامي ورځ مباركي وركړې ده۔ د شورو د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل دا ورځ د چين د اتحاد، استقامت او پرمختګ د ھغه شاندار مزل علامت دے كوم چې چين په نړۍ كښې د پرمختګ او استحكام مينار جوړ كړې۔ ده ووئيل چې پاكستان چين سره په قوي ورورولۍ او سدا بهار ستراتېژكي شراكتدارۍ وياړ لري، زمونږ ملګرتيا په شريك باور او شريك وژن اډانه ده كومه چې وخت سره سره لا قوي كېږي۔ ده د چين نور پرمختګ او پاكستان او چين د ملګرتيا ټول عمري پاتې كېدو لپاره دعا هم وكړه