اسلام آباد 24 جون(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د كوئټې بمي چاٶدنې غندنه كولو سره په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ٬د وزیراعظم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د حق رسېدليو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا كړې ده ۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته امر كړې چې ژوبل شويو ته د درملنې غوره آسانۍ وركړئ ۔ده ووئيل د ترهه …
وزیراعظم محمد نواز شریف د كوئټې بمي چاٶدنه وغندله

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د كوئټې بمي چاٶدنې غندنه كولو سره په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ٬د وزیراعظم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د حق رسېدليو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا كړې ده ۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته امر كړې چې ژوبل شويو ته د درملنې غوره آسانۍ وركړئ ۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ دا ډول بزدلانه كاروائۍ هېواد كښې د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له زمونږ لوظ كمزورې كولې نشي ۔ده ووئيل د اولس قربانۍ به ځاې نيسې۔ ده ووئيل هېواد كښې د آخري ترهه ګر تر خاتمې به جنګ دوام دار ساتو۔










