اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي)د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي چې اولس د ناروغو او د وباګانو څخه بچ كولو لپاره كوټلې تګلاره جوړه شوې٬په منفي ډنډورو باور مه كوۍ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آئي پي اېس او ايس چيف ايګزېكټو افسر سره د ملاقات په مهال وكړه۔د روغتيا وزير د آئي پي ايس او ايس هڅې ستائېلو سره ووئيل چې دې ډول …
اولس د ناروغو او د وباګانو څخه بچ كولو لپاره كوټلې تګلاره جوړه شوې٬په منفي ډنډورو باور مه كوۍ۔د قومي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي)د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي چې اولس د ناروغو او د وباګانو څخه بچ كولو لپاره كوټلې تګلاره جوړه شوې٬په منفي ډنډورو باور مه كوۍ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آئي پي اېس او ايس چيف ايګزېكټو افسر سره د ملاقات په مهال وكړه۔د روغتيا وزير د آئي پي ايس او ايس هڅې ستائېلو سره ووئيل چې دې ډول اقداماتو سره نه يوازې په اولس كښې خبرتيا زياتېږي بلكې باور هم بحاليږي۔په ملاقات كښې چيف ايګزيكټو افسر د ايچ پي وي ويكسين په اړه دې د اولسي رويو او خبرتيا په اړه بريف كړو٬احتياط د درملنې څخه بهتر دے٬مونږ له به وګړي د رنځونو څخه بچ كول وي۔ده ووئيل د روغتيا وزير مصطفٰی كمال خپلې لور ته ويكسين لګولو عملي اقدام نه پس اولسي رويه ښه شوې۔ده ووئيل د دې اقدام نه پس مثبت رائے زياتې شوي٬د اولس منفي رجحان 20 فيصد كم شوې٬په غونډه كښې د روغتيا وفاقي سېكرټري٬د ايف ډي آئي ډي جي هم ګډون كولو۔











