د انرژۍ وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د المان د پرمختيائي ادارې پلاوي وليدل

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د المان د پرمختيائي ادارې جے آئي زېد پلاوي ليدلي٬ د پلاوي مشري د مشن ډپټي هيډ آرنو كرچهوف كوله۔ د ملاقات په مهال د توان په څانګه كښې په جاري مرسته، ډي كاربونيزيشن اينډ ډجيټايزيشن آف پاور ډسټريبيوشن نيټورك پروګرام او د سباٶن په لائحه تفصيلي خبرې وشوې۔ د توان وزارت لخوا …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د المان د پرمختيائي ادارې جے آئي زېد پلاوي ليدلي٬ د پلاوي مشري د مشن ډپټي هيډ آرنو كرچهوف كوله۔ د ملاقات په مهال د توان په څانګه كښې په جاري مرسته، ډي كاربونيزيشن اينډ ډجيټايزيشن آف پاور ډسټريبيوشن نيټورك پروګرام او د سباٶن په لائحه تفصيلي خبرې وشوې۔ د توان وزارت لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د المان پلاوي ووئيل د 7 ملين يورو په ګرانټ پېل كړې شوې پروګرام د توان وزارت لپاره د تكنيكي معاونت په توګه په كال 2024 كښې پېل شوې ٶ كوم چې به د كال 2026 تر پائې دوام دار وي۔ د ملاقاات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوه۔