د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ اهمه غونډه٬ تجارتي او معاشي سفارتكارۍ ته د ودې وركولو د لائحې جاج واخستې شو

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې اهمه غونډه كښې تجارتي او معاشي سفارتكارۍ ته د ودې وركولو د لائحې جاج اخستې شوې۔ په غونډه كښې اروپائي ائتلاف سره اقتصادي او تجارتي مرسته لا مستحكم كولو په موقعو غور وشو۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې اروپائي ائتلاف د پاكستان په اهم …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې اهمه غونډه كښې تجارتي او معاشي سفارتكارۍ ته د ودې وركولو د لائحې جاج اخستې شوې۔ په غونډه كښې اروپائي ائتلاف سره اقتصادي او تجارتي مرسته لا مستحكم كولو په موقعو غور وشو۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې اروپائي ائتلاف د پاكستان په اهم تجارتي شركتدارو كښې شمېرلې كېږي۔ په غونډه كښې د تجارت وزير جام كمال ٬ د قانون وزير اعظم نذير تارړ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيكرټري، د تجارت٬ قانون٬ ماحوليات٬ هيومن ريسوس اېنډ ډوېلپمنټ٬ د بشري حقونو او د اطلاعاتو سيكرټريز٬ په برسلز كښې د پاكستان سفير او وفاقي او د صوبائي حكومت سينئر لوړ پورو ګډون كړې۔