د جمهوريت استحكام او اولسي خېرښېګړی لپاره جامع مكالمه او اجتماعي هڅې ضروري دي۔ لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د قامي چېلنجونو حل لپاره سياسي رابطه او مرسته ضروري ګرځولو سره وئېلي دي چې د جمهوريت استحكام او اولسي خېرښېګړی لپاره جامع مكالمه او اجتماعي هڅې ضروري دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر د دې خيالاتو څرګندونه په ايوان صدر كښې بېلو سياسي ګوندونو سره د …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د قامي چېلنجونو حل لپاره سياسي رابطه او مرسته ضروري ګرځولو سره وئېلي دي چې د جمهوريت استحكام او اولسي خېرښېګړی لپاره جامع مكالمه او اجتماعي هڅې ضروري دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر د دې خيالاتو څرګندونه په ايوان صدر كښې بېلو سياسي ګوندونو سره د تعلق لرونكو سينيټرانو په درناويز كښې د ماسپخښين مېلمستيا په موقع كړې۔ سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي چې د جمهوريت مضبوطيا او د اولس خېرښېګړه باوري كولو لپاره جامع مذاكرات او اجتماعي هڅې ضروري دي۔ د ماسپښخين په مېلمستيا كښې د پيپلز پارټۍ پارليماني مشرانو سينيټر شيري رحمان٬ په سينيټ كښې د بلوچستان عوامي پارټۍ (بي اے پي) پارلماني مشر سينيټر منظور احمد كاكړ٬د تحريك انصاف سينيتر علي ظفر٬ د جمعيت علمائے اسلام (جے يو آئي) پارلماني مشر سينيټر عطاﺀالرحمان٬ د عوامي نېشنل پارټۍ سينيټر هدايت الله او د متحده قومي موومنټ سينيتر عامر چشتي ګډون كړې۔ په دې موقع په هېواد او د هيواد نه بهر مجموعي سياسي صورتحال او سېلاب ځپليو سيمو كښې روانې مرستې او تعمير نو هڅو جائزه واخستله۔ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ او د پارليماني چارو وفاقي وزير فضل چوهدري ګډون كوونكو سره د خپلو خپلو وزارتونو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه