اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي چې د ډينګي خپرېدو مخه نيولو لپاره كوټلې او موثره اقدامات باوري كوٶ، د اوسنيو بارانونو نه وروسته د ډينګي کيسز كښې د اضافې تدارك لپاره په ځپلې سيمو كښې خاص اقدامات كوٶ۔ دا خبرې ده د ډينګي د موجوده صورتحال په اړه غونډه كښې كړې۔ په غونډه كښې په اسلام آباد او نورو …
د بارانونو نه وروسته د ډينګي کيسز كښې د اضافې مخه نيولو لپاره خاص اقدامات كوٶ۔ وفاقي وزير مصطفيٰ کمال
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي چې د ډينګي خپرېدو مخه نيولو لپاره كوټلې او موثره اقدامات باوري كوٶ، د اوسنيو بارانونو نه وروسته د ډينګي کيسز كښې د اضافې تدارك لپاره په ځپلې سيمو كښې خاص اقدامات كوٶ۔ دا خبرې ده د ډينګي د موجوده صورتحال په اړه غونډه كښې كړې۔ په غونډه كښې په اسلام آباد او نورو ځپليو سيمو كښې د ډينګي خپرېدو٫ د موجوده كېسونو شمېره او د جاري اقداماتو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ وفاقي وزير ووئيل د ډېنګي مخنيوي كمپائن دې لا موثره كړې شي، په روغتونونو كښې دې رنځورانو لپاره جلا وارډز مختص كړې شي او د دې نه علاوه داروګان٬ بېډز او د ټېسټ سهولتونه دې هم باوري كړې شي











