مضبوط او متحد شام به د سيمه ايزې سلامتيا لپاره ګټور وي٬ خارجه وزير

دمشق۔29 ستمبر (اے پي پي) د سوريه د بهرنيو چارو وزير اسعد الشيباني وئېلي دي په سوريه د اسرائيل بريدونو سره خبرې اترې معمول ته راوستل ګرانې شوې دي۔ د العربيه تر مخه هغه تېره ورځ يوه مركه كښې په اسرائيل ټكونه كولو كښې ووئېل هغه د سوريه حكومت لپاره خنډان راولاړوي او حكومت په جنوب كښې د فرقه وارانه تشدد زياتېدو سره مخ دے۔ د سوريه وزير د دې …

دمشق۔29 ستمبر (اے پي پي) د سوريه د بهرنيو چارو وزير اسعد الشيباني وئېلي دي په سوريه د اسرائيل بريدونو سره خبرې اترې معمول ته راوستل ګرانې شوې دي۔ د العربيه تر مخه هغه تېره ورځ يوه مركه كښې په اسرائيل ټكونه كولو كښې ووئېل هغه د سوريه حكومت لپاره خنډان راولاړوي او حكومت په جنوب كښې د فرقه وارانه تشدد زياتېدو سره مخ دے۔ د سوريه وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې يو مضبوط او متحد سوريه د سيمه ايزې سلامتيا لپاره به ګټور وي چې پكښې اسرائيل هم شامل دے ٬ خو هغه سپيناوے وكړو چې د سوريه اولس د اسرائيل بريدونو په حېرت كښې اچولے دے ۔ د پوځي كاروائيو نه پس د سوريه او اسرائيل تر مينځه اړېكې معمول ته راوستلو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئېل مونږ د اسرائيل پشمول په منطقه كشې د چا لپاره هم خطر نه يوو خو د مرستې او امن لپاره زمونږ نوې پالېسۍ د خطرو او بريدونو سره مخ دي۔ هغه ووئېل اسرائيل د غېر قانوني ډلو مرسته كړې ٬ هغوي د سوريه حكومت په لاره كښې د بدويوګانو او د دروز قبائلو تر مينځه مسئله حل كولو كښې خڼډان راولاړ كړي۔ اسرائيل چې څه وكړل هغې معاملات لا پېچلې كړل او هغې دروز قبائل د ډېر مشكل او د شرم پوزيشن سره مخ كړل۔هغه ووئېل د سوريه اولس د هېواد نه د بندېزونو پورته كولو په اړه د امرېكې اقدام هر كلے كړے دے۔ دا بندېزونه په پخواني حكومت لګولې شوي وو۔ هغه د سوريه په اړه د امرېكې موقف د خپلواكۍ ورځې نه تر اوسه يو ډېر مثت موقف ګرځولو سره ووئېل دغې نه د سوريه اولس ته ډېره مرسته تر لاسه شوې ده

مزید خبریں