د سعودي خارجه وزير په ملګرو ملتونو كښې وېنا٬ د فلسطين د مرستې پخلے

ملګري ملتونه ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80 مې غونډې ته د سعودي عرب نمائندګي كولو له وېنا كړې ده۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ تر مخه هغه ووئېل سعودي عرب په دې وياړ لري چې هغه د ملګرو ملتونو غړے دے او د ملګرو ملتونو په ميثاق عمل درآمد له خپلې هڅې كوي ٬ …

ملګري ملتونه ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80 مې غونډې ته د سعودي عرب نمائندګي كولو له وېنا كړې ده۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ تر مخه هغه ووئېل سعودي عرب په دې وياړ لري چې هغه د ملګرو ملتونو غړے دے او د ملګرو ملتونو په ميثاق عمل درآمد له خپلې هڅې كوي ٬ دغسې چې د نړيوال قانون احترام مستحكم كړے شي او نړيوالې سلامتيا او امن ته وده وركړې شي ۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې سعودي عرب په انساني غږ لبېك وائي او د مرسنې او ملاتړ په لاس وركولو كښې عمر له وړاندې ولاړ دے۔ سعودي عرب تر اوسه د 141 ارب امرېكائي ډالرو نه زياته مرسته وركړې ده چې ترې 174 هېوادونو استفاده كړې ده۔ خارجه وزير د سعودي عرب موقف د فلسطين په اړه واضحه كولو پخلي كښې ووئېل اوس وخت راغلے دے چې د دې مسئلې منصفانه او پوخ حل ولټولې شي ۔ هغه ووئېل د نړيوال قانون او د شرعي جواز نه يو خوا د مسئلې ته كتل د تشدد او مسائلو زياتېجو سبب دے۔ هغه ووئېل نړيواله ورورولي كه د اسرائيل جارحيت او د خلاف ورزيو په مخ نيوي كښې ناكامه شوه نو دا نو يوازې سيمه ايز امن و استحكام به كمزورے كړي بلكې د سنګينو نتيجو لاره به هواري كړي چې پكښې جنګي جرائم او د نسل كشۍ زياتوالے شامل دے۔هغه د فلسطين مسئلې حل لپاره د سعودي عرب د پرله پسې هلو ځلو ذكر كولو سره ووئېل سعودي عرب د ناروے او اروپائي ائتلاف سره په ګډه د دوه رياستي حل نړيوال اتحاد په رامخې ته كولو كښې پېشرفت كړے كړے او د فرانس سره په ګده د فلسطين مسئلې امناكه حل او دوه رياستي حل لپاره مو نړيوتال كانفرنس كړے دے

مزید خبریں