تهران ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د ايران صدر مسعود پېزشكيان د ملګرو ملتونو د اړخه د بندېزونو بيا لګول غېر منصفانه ګرځولو سره وئېلي دي مونږ كومې هم داسې خبرې رد كوو كومې چې د نوو مسائلو باعث جوړېږي۔ د العربيه تر مخه هغه ووئېل مونږ عمر له د واضحه معيار لرونكو منطقي او د منصفانه خبرو اترو لپاره پخپله خوښۍ زور راوړے دے خو داسې خبرې به …
د ملګرو ملتونو د اړخه د بندېزنو بيا لګول غېر منصفانه دي٬ ايران

مزید خبریں
تهران ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د ايران صدر مسعود پېزشكيان د ملګرو ملتونو د اړخه د بندېزونو بيا لګول غېر منصفانه ګرځولو سره وئېلي دي مونږ كومې هم داسې خبرې رد كوو كومې چې د نوو مسائلو باعث جوړېږي۔ د العربيه تر مخه هغه ووئېل مونږ عمر له د واضحه معيار لرونكو منطقي او د منصفانه خبرو اترو لپاره پخپله خوښۍ زور راوړے دے خو داسې خبرې به كله هم قبولې نه كړو كومې چې زمونږ لپاره د نوو مسائلو باعث وګرځي۔ ايران په جوهري پروګرام د ملګرو ملتونو د بيا بندېزونو لګولو غندنې كولو سره دغه غېر منصفانه وګرحول۔ د ايران خارجه وزارت يو بيان كښې ووئېل د منسوخ قراردادونو بيا فعاله كول د قانوني عمل بيخي خلاف ورزي ده ٬ د داسې كولو كومه هم هڅه لغوه ده۔ ايران د جوهري پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو بيا بندېزونه لګول غېر قانوني ګرځولو سره د خپل قوي او مضبوط ځواب وركولو وعده وكړه۔ د ايران خارجه وزارت ووئېل ايران به د خپلو قامي حقونو او د مفادات په قوي ډول دفاع كوي او د خپل اولس ګټې او حقونو ته د زيان رسولو د كوم هم اقدام به په سختۍ سره مناسب ځواب وركوي۔ وزارت د بندېزونو بيا لګولو غندنه وكړه او دغه يې د قانوني عمل واضحه خلاف ورزي ګرځولو سره د هېوادونو نه غوښتنه وكړه چې هغوي په دې عمل درآمد ونه كړي۔ د دې نه وړاندې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د ملګرو ملتونو عمومي منشي سره ملاقفات كړے ؤ چې دغسې د بيا لكېدونو بندېزونو مخه ونيولې شي










