رياض 28 ستمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په سرپرستۍ كښې ثقافتي سرمايه كاري كنفرنس 2025 به د ګل په ورځ په 29 او 30 ستمبر په رياض كښې كيږي۔اېس پي اے له مخې دا كنفرنس به د كلتور وزارت د سيوري لاندې پايه تخت كنګ فهد كلچرل سينټر كښې كيږي۔د سعودي د ثقافت وزير شهزاده بند بن عبدادلله بن فرحان، نړيوال سرمايه كار، …
سعودي عرب كښې وړومبې ثقافتي سرمايه كارۍ كنفرنس 2025 به سبا پېل شي

مزید خبریں
رياض 28 ستمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په سرپرستۍ كښې ثقافتي سرمايه كاري كنفرنس 2025 به د ګل په ورځ په 29 او 30 ستمبر په رياض كښې كيږي۔اېس پي اے له مخې دا كنفرنس به د كلتور وزارت د سيوري لاندې پايه تخت كنګ فهد كلچرل سينټر كښې كيږي۔د سعودي د ثقافت وزير شهزاده بند بن عبدادلله بن فرحان، نړيوال سرمايه كار، فيصله ساز، ثقافتي لارښود ، سركاري و نجي ادارو او غيرسركاري تنظيمونو نمائندګانو نه علاوه كاروباري كسان او تخليقي صلاحيتونه لرونكي كسان به په دې كښې ګډون كوي۔كانفرنس كښې به د 38 څخه زيات سيشنز او وركشاپس كيږي چې پكښې به د بېلو هېوادونو څخه 150 څخه زيات سپيكران ګډون كوي دغسې د ګډون كونكو شميره يو نيم زر څخه زياته ده۔كنفرنس په سيشنز كښې به د سعودي او نړيوال چارواكي او پوهان ګډون كوي چې پكښې د ثقافت وزير حامد بن محمد فايز، د ثقافت معون وزير راكان بن ابراهيم الطوق، نوړموړي نړيوال ثقافتي او تخليقي شخصيات سودبيز سي اي او چارلز سټيوارټ، كرسټيز چيئرمېن ګيوم سيروتي او آرټ بازل سي اي او نوا هوروويټز شامل دي۔










