ملګري ملتونه 27 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په ایران جوهری بنديزونو كښې د نرمۍ په اړه د چین او روس قرارداد مسترد کړې دے،په دې پاکستان د افسوس څرګندونه كړې ده۔د سلامتی کونسل 15 كسيزه غونډه كښې د قرارداد په حق كښې يواځې 4 ووټونه (الجزائر، چین، پاکستان، روس) دغسې 9 هېوادونو (ډنمارك، فرانس، یونان، پاناما، سیرا لیون، سلووینیا، صومالیه، برتانیه او امریکا) مخالفت كښې …
سلامتی کونسل په ایران جوهری بنديزونو كښې د نرمۍ په اړه د چین او روس قرارداد مسترد کړو، پاکستان د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 27 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په ایران جوهری بنديزونو كښې د نرمۍ په اړه د چین او روس قرارداد مسترد کړې دے،په دې پاکستان د افسوس څرګندونه كړې ده۔د سلامتی کونسل 15 كسيزه غونډه كښې د قرارداد په حق كښې يواځې 4 ووټونه (الجزائر، چین، پاکستان، روس) دغسې 9 هېوادونو (ډنمارك، فرانس، یونان، پاناما، سیرا لیون، سلووینیا، صومالیه، برتانیه او امریکا) مخالفت كښې ووټ وركړو،دغسې دوه هېوادونو (ګیانا او جنوبی کوریا) په ووټنګ كښې برخه وانه خستله،قرارداد مسترد كيدو نه پس په ایران ختم کړې شوي بنديزونه د خالي ورځ ماښام څخه بيا نافذ العمل شوي۔دا پیشرفت هغه وخت رامخې ته شوې كله چې يوه مياشت وړاندې په لوظنمامه لاس ليك كونكي درې هېوادونو فرانس، المان او برتانیې کونسل د ایران په ښكاره عدم تعمیل او خلاف ورزیو په اړه خبرولو سره سنیپ بیك میکنزم فعاله كرې وو۔د پاکستان مندوب عمر صدیق كوم چې خارجه وزارت كښې د ملګرو ملتونو ډائریکټر جنرل دے،د قرارداد په حق كښې د ووټ وضاحت کولو سره ووئيل نور وخت وركول كخ په وړاندې تللو له ضروری ؤ۔










