هند د طلبه په احتجاج د شيخ حسينه واجد د اقتدار نه په اخوا كېدو خوشحاله نه دے٬ پروفېسر محمد يونس

نيويارك ۔ 26 ستمبر (اے یي پي) د بنګله دېش چيف ايډوائزر پروفېسر محمد يونس وئېلي دي د بنګله دېش د هند سره د تاو تريخوالي اړيكو سبب تېر كال د طلبه په احنجاج كښې د پخوانۍ وزيراعظمې شيخ حسينه واجد د اقتدار نه اخوا كول دي۔ د اردو نيوز تر مخه نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال خبرو كښې محمد يونس ووئېل مونږ د …

نيويارك ۔ 26 ستمبر (اے یي پي) د بنګله دېش چيف ايډوائزر پروفېسر محمد يونس وئېلي دي د بنګله دېش د هند سره د تاو تريخوالي اړيكو سبب تېر كال د طلبه په احنجاج كښې د پخوانۍ وزيراعظمې شيخ حسينه واجد د اقتدار نه اخوا كول دي۔ د اردو نيوز تر مخه نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال خبرو كښې محمد يونس ووئېل مونږ د هند سره دا وخت مسائلو سره مخ يو٬ ځكه چې د هند واكمنو هغه څه خوښ نه شول كوم چې د بنګله دېش طلبه وكړل۔ هغه د هند په مېډيا د جعلي خبرونو خپرولو تور هم ولګولو٬ كوم چې د هغه تر مخه د دواړو هېوادونو تر مينځه د تاو تريخوالي سبب جورېږي۔ چيف ايډوائزر ووئېل د هند نه ډېر جعلي خبرونه راځي٬ پروپېګنډا كوي ٬ چې دا كوم اسلامي پسند تحريك دے۔ هغه ووئېل هند د شيخ حسينه واجد كوربه توب كوي٬ كوم چې مسائل پېدا كړل او هم دا د تاو تريخوالي اصل وجه ده۔

مزید خبریں