پېرس۔ 26 ستمبر (اے پي پي) د فرانس صدر ايمانويل مېكرون وئېلي دي د فرانس او سعودي شراكتدارۍ له امله د ملګرو ملتونو 142 غړو غېو هېوادونو د فلسطين مسئلې دوه رياستي حل له ووټ وركړو۔ العربيه اردو ته خپله مركه كښې هغه ووئېل د سعودي عرب په هلو ځلو او مرسته كاميابي تر لاسه كېږي او دا تاريخي مرحله ده چې د فلسطين رياست تسليمولو لپاره په بيړه كار …
د فرانس او سعودي شراكتدارۍ له امله د ملګرو ملتونو 142 هېوادونو د فلسطين مسئلې دوه رياستي حل له ووټ وركړو٬ صدر ايمانويل مېكرون

مزید خبریں
پېرس۔ 26 ستمبر (اے پي پي) د فرانس صدر ايمانويل مېكرون وئېلي دي د فرانس او سعودي شراكتدارۍ له امله د ملګرو ملتونو 142 غړو غېو هېوادونو د فلسطين مسئلې دوه رياستي حل له ووټ وركړو۔ العربيه اردو ته خپله مركه كښې هغه ووئېل د سعودي عرب په هلو ځلو او مرسته كاميابي تر لاسه كېږي او دا تاريخي مرحله ده چې د فلسطين رياست تسليمولو لپاره په بيړه كار روان دے٬ دې څڅه به د سعودي عرب سره زمونږ اړيكې ډېرې قوي شي٬ په دې وجه نيو يارك كښې د پرېس كانفرنس كولو پرېكړه وشوه او د فلسطين مسئلې په حل كولو زور راوړلے شو ۔ ايمانويل مېكرون زور راوړو چې د نيو يارك پرېس كلنفرنس اعلاميه د سعودي عرب سره د قوي تعلق په سبب رامخې ته شوه ٬ دغسې چې په غزه كښې جنګ بندي اوشي۔ دا يو جامع او د عمل وړ فرېم ورك دے د كوم د لارې چې دوه رياستي حل به ممكن شي او منطقه كښې د امن او سلامتيا مېوه به ټولو ته تر لاسه شي۔ هغه ووئېل دا دستاوېز د يوې داسې خاكې اظهار دے كوم چې د غزه د جنګ د خاتمې عزم څرګندوي او د يو امناك او تل پاتي حل پلو ځي ۔ هغه دا هم ووئېل د سعودي او فرانس اړېكې په باور اډاڼه دي او د دې بنياد په شريك ترجيحات جوړ دے۔ د هغه دا خيالات د عمومي اسمبلۍ كښې د وېنا كولو سره رامخې ته شوي چرته چې هغه د فلسطين رياست تسليمولو اعلان كړے دے










