نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) د سعودي د مرستې اېجنسۍ مشر ډاكټر عبدالله العربعه سره د ورلډ فوډ پروګرام ايګزيكټيو ډائريكټر سينډي ميكين ليدلي دي ٬ په دې موقع د بشري او مرستې هلو ځلو په اړه د شريكې خوښې په چارو او د دواړو ادارو د خوراك په منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د اردو نيوز له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په …
د سعودي د مرستې اېجنسۍ مشر سره د ورلډ فوډ پروګرام ايګزيكټيو ډائريكټر وليدل

مزید خبریں
نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) د سعودي د مرستې اېجنسۍ مشر ډاكټر عبدالله العربعه سره د ورلډ فوډ پروګرام ايګزيكټيو ډائريكټر سينډي ميكين ليدلي دي ٬ په دې موقع د بشري او مرستې هلو ځلو په اړه د شريكې خوښې په چارو او د دواړو ادارو د خوراك په منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د اردو نيوز له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په مهال ملاقات كښې د ورلډ فوډ پروګرام ايګزيكيټو ډائريكټر د ضرورت مندو هېوادونو او كميونيټز مرستې لپاره د سعودي عرب په هلو ځلو رڼا اچولو سره بشرې٬ د مرستې او پرمختيائي كارونو لپاره د شاه سلمان مركز د كاميابو ستائنه وكړه۔ د سعودي د مرستې كولو اېجنسي “شاه سلمان مركز” مشر ډاكټر عبدالله د العربعه سره په نيويارك كښې د ميډيسن سانس فرنټيئرز( ډاكټر ود آوټ بارډرز) انټرنيشنل صدر ډاكټر كرسټوس كرسټو هم وليدل٬ په ملاقات كښې د بحرانونو ځپلو كسانو ته د طبي مرستې رسنه كښې په ممكنه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔










