رياض۔ 26 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان وئېلېي دي د اسرائيل او فلسطين تر مينځه شخړې داسې نه دي چې هوارېدې نشي او كه سنجيده سياسي عزم موجود وي نو دا شخړې په خبرو اترو حل كېدې شي۔ د عرب نيوز سره خبرو كشې د سعودي خارجه وزير ووئېل د فلسطين او اسرائيل تر مينځه ټولو شخړو ته حتمې شكل وركولو لپاره …
د اسرائيل او فلسطين شخړې داسې نه دي چې هوارېدې نشي ٬ د سعودي خارجه وزير

مزید خبریں
رياض۔ 26 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان وئېلېي دي د اسرائيل او فلسطين تر مينځه شخړې داسې نه دي چې هوارېدې نشي او كه سنجيده سياسي عزم موجود وي نو دا شخړې په خبرو اترو حل كېدې شي۔ د عرب نيوز سره خبرو كشې د سعودي خارجه وزير ووئېل د فلسطين او اسرائيل تر مينځه ټولو شخړو ته حتمې شكل وركولو لپاره يو د خبرو اترو عمل ضروري دے ٬ مونږ دا شخړې د نه حل كېدو وړ نه ګڼو۔ هغه ووئېل كه سنجيده اراده لرئ او مونږ ته د فلسطين اتهارټي نه معلومه شوې چې هغوي چمتو دي او هغوي د دې مسائلو يو معقول او عملي ډول حل لپاره راځي نو په لږ وخت كښې د فلسطين رياست جوړولې شوو كوم به چې نه يوازې پائېدار وي او د عمل جوګه به هم وي او اسرائيل به هم د خپلو ګاونډيانو سره په همغږۍ پاتي شي۔ د دې نه وړاندې د سعودي خارجه وزير دا هيله څرګنده كړې وه چې دوه رياستي حل زر تكميل ته رسېدې شي او دا په سيمه كښې د تل پاتي امن و استحكام يوازۍ د عمل جوګه لاره ده ۔ هغه ووئېل د سباون د فلسطين رياست بنيادونه د نړيوال قانون تر مخه د وړاندې نه جوړ دي او د پائېدار امن لپاره ضروري ده چې د حتمي حېثيت خبرې اترې په نېك نيتۍ او باور مخ په وړاندې لاړې شي










