نيويارك ۔25 ستمبر (اے پي پي) فرانس د فلسطين رياست په تسليمولو د اسرائيل د اړخه په يروشلم كښې د فرانسوي قونصلګرۍ بندولو په عنديه خپل غبرګون كښې وئېلي دي كه اسرائيل د فرانس قوصلګري بنده كړه ٬ نو دا به هغه لويه تېروتنه وي ۔ د العربيه تر مخه دا خبره د فرانس صدر ايمانويل مېكرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ريډيو فرانس ته مركه كښې وكړه۔ …
اسرائيل كه د فرانس قونصلګري بنده كړه نو دا به د هغه لويه تېروتنه وي٬ د فرانسوي صدر خبردارے

مزید خبریں
نيويارك ۔25 ستمبر (اے پي پي) فرانس د فلسطين رياست په تسليمولو د اسرائيل د اړخه په يروشلم كښې د فرانسوي قونصلګرۍ بندولو په عنديه خپل غبرګون كښې وئېلي دي كه اسرائيل د فرانس قوصلګري بنده كړه ٬ نو دا به هغه لويه تېروتنه وي ۔ د العربيه تر مخه دا خبره د فرانس صدر ايمانويل مېكرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ريډيو فرانس ته مركه كښې وكړه۔ هغه ووئېل وړومبۍ خبره دا ده زه نه پوهېږم چې اسرايئل به تر دې حده لاړ شي او كه هغه داسې وكړل نو دا به د هغه لويه تېروتنه وي۔ واضحه دې وي د فرانس نه علاوه برطانيه٬ كاناډا او آسټرېليا پشمول ګڼو هېوادونو د عمومي اسمبلۍ غونډې د پېل نه وړاندې د فلسطين رياست تسليم كړے دے۔










