امريكا بايد د تجارتي اړيكو ودې لپاره جواز نه لرونكے ټېرف ختم كړي٬ چين

بيجنګ ۔25 ستمبر (اے پي پي) چين په امريكا زور راوړے دے چې هغه د تجارتي اړيكو ودې لپاره د مثبت اقدامات كولو سره جواز نه لرونكے ټېرف ختم كړي او دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره ساز ګار ماحول راپېدا كړي۔ د شهنوا تر مخه دا خبره د چين د تجارت وزارت وياند هي ياډونګ د زيارت په ورځ پرېس برفنګ كښې وكړه۔ هغه ووئېل د چين او امرېكې په …

بيجنګ ۔25 ستمبر (اے پي پي) چين په امريكا زور راوړے دے چې هغه د تجارتي اړيكو ودې لپاره د مثبت اقدامات كولو سره جواز نه لرونكے ټېرف ختم كړي او دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره ساز ګار ماحول راپېدا كړي۔ د شهنوا تر مخه دا خبره د چين د تجارت وزارت وياند هي ياډونګ د زيارت په ورځ پرېس برفنګ كښې وكړه۔ هغه ووئېل د چين او امرېكې په اقتصادي او تجارتي مرسته كښې تر ټولو لوي خنډ د امرېكې يو اړخيزه سخت اقدامات دي۔ هغه زور راوړو د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو اصل ښه والے شريكه ګته ده او د دواړو هېوادونو شريك مفادات او مرستې لپاره پراخه موقعې موجود دي۔ وياند ووئېل هيله ده چې امريكا به د چين سره په ګده كار وكړي دغسې چې د چين او امريكې د اقتصادي او تجارتي اړيكو قوي كولو او پرمختګ لپاره ساز ګار حلات راپېدا كړے شي۔

مزید خبریں