لاس اينجلس۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې خلائي ادارې ناسا درې نوي خلائي مشنز په كاميابۍ سره خلا ته ولېږل٬ د كومو مقصد چې د نمر ٬ زمكې او د خلا ماحول تر مينځه د تعلق مطالعه كول دي۔ د شهنوا تر مخه دا مشنز د يو سپېس ايكس فالكن 9 راكټ د لارې د امرېكې رياست فلوريډا كښې د كېنېډي سپېس سېنټر نه سهار30 ۔7بجې ولېږلے شول …
ناسا د نمر ٬ زمكې او د خلا ماحول تر مينځه د تعلق مطالعې لپاره درې نوي مشن خلا ته ولېږل

مزید خبریں
لاس اينجلس۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې خلائي ادارې ناسا درې نوي خلائي مشنز په كاميابۍ سره خلا ته ولېږل٬ د كومو مقصد چې د نمر ٬ زمكې او د خلا ماحول تر مينځه د تعلق مطالعه كول دي۔ د شهنوا تر مخه دا مشنز د يو سپېس ايكس فالكن 9 راكټ د لارې د امرېكې رياست فلوريډا كښې د كېنېډي سپېس سېنټر نه سهار30 ۔7بجې ولېږلے شول ۔ د ناسا تر مخه هر مشن به د نمر خارج كړے توان ٬ شمسي طوفانونه او د خلائي موسم په بېلو برخو تحقيق كوي٬ د دې مشنز مقصد دا كتل دي چې د نمر فعالتونه په زمكه په موجود ژوند ٬ مصنوعي سيارو (سېتلائټس) ٬ خلابازو او په فضائي عمله څنګه اثر پرېباسي۔ د تر لاسه ډيټا د لارې نه يوازې د نمر اثرات باندې په ښه ډول پوهېدو له به مرسته تر لاسه شي ٬ بلكې د زمكې ماحول او خلائي نظام كښې حفاظت او پائېدارۍ ته به هم وده تر لاسه شي










