صدر ټرمپ عمومي اسمبلۍ ته د خطاب په موقع د اېسكلېټر او ساونډ سسټم خرابي سازش وګرځولو ٬ د پلټنو غوښتنه

واشنګټن۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په صدر دفتر كښې رامخې ته شوو تكنېكي مسائلو ته د "تهري تخريب كارۍ" ( (triple sabotage نامې وركولو سره په دې سخت خشم ښكاره كړے او د پلټنو غوښتنه يې كړې ده۔ د امرېكې صدر وېنا ده چې د نهې په ورځ په ملګرو ملتونو كښې د هغه په راتګ او د وېنا كولو په …

واشنګټن۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په صدر دفتر كښې رامخې ته شوو تكنېكي مسائلو ته د “تهري تخريب كارۍ” ( (triple sabotage نامې وركولو سره په دې سخت خشم ښكاره كړے او د پلټنو غوښتنه يې كړې ده۔ د امرېكې صدر وېنا ده چې د نهې په ورځ په ملګرو ملتونو كښې د هغه په راتګ او د وېنا كولو په مهال اېسكلېټر ناڅاپي اودرېدو٬ ټېلې پرامپټر كار پړېښودو او ساونډ سسټم په بشپر توګه ناكام شو او دا هر څه يو اتفاق نه ؤ بلكې دا يو جوړ شوے سازش دے۔ هغه په سوشل ميډيا پلېټ فارم “ټروته سوشل ” وليكل چې دا يوه شرمناكه پیښه وه ٬ په كومه چې ملګرو ملتونو له شرمېدل پكار دي۔ هغه ووئېل هغه د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ته رسمي چيټۍ لېكي او غوښتنه كوي چې د دې پیښې مكمل پلټنې وكړي۔ د هغه وېنا وه كه زه او وړومبۍ مېرمن مېلانيا په اېسكلېټر پرېوتي وو نو يوه لويه حادثه رامخې ته كېدې شوه۔ بلخوا د ملګرو ملتونو وياند سپيناوے كړے چې ايسكلېټر ناڅاپه ځكه اودرېدو چې د امرېكې پلاوي يو وډيو ګرافر په تېروتنه كښې حفاظني فيچر فعاله كړے ؤ٬ او ټېلې پرامپټر خو د سپېنې ماڼې په قابو كښې وي۔ دغسې د ملګرو ملتونو د اړخه په دې تور كوم رسمي غبرګون ورنه كړے شو۔

مزید خبریں