د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې په پېل نړيوالو لارښودو په ګڼ اړخيزه مرسته او اصلاحات زور راوړو

ملګري ملتونه 24 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډې په وړومبۍ ورځ 30 څخه زياتو هېوادونو په نړيوال اسټيج خطاب كښې د فلسطيني رياست، موسمياتي بدلون پشمول په ګڼ اړخيزه نظام او د سلامتي كونسل اصلاحات په شان مسئلو ته پام لرنه كړې۔شنهوا له مخې د برازيل صدر لولا ډي سلوا د غونډې په پېل ووئيل نړۍ د ګڼ اړخيزه نظام په يو موړ ولاړه …

ملګري ملتونه 24 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډې په وړومبۍ ورځ 30 څخه زياتو هېوادونو په نړيوال اسټيج خطاب كښې د فلسطيني رياست، موسمياتي بدلون پشمول په ګڼ اړخيزه نظام او د سلامتي كونسل اصلاحات په شان مسئلو ته پام لرنه كړې۔شنهوا له مخې د برازيل صدر لولا ډي سلوا د غونډې په پېل ووئيل نړۍ د ګڼ اړخيزه نظام په يو موړ ولاړه ده او د ملګرو ملتونو اتھارټي چيلنجونو سره مخ دې۔ده نړيوال سياست كښې په خپلواكۍ د بريدونو، يو اړخيزه بنديزونو او په لاس وهنو تنقيد كولو سره د يو معمول جوړيدونكې روش وګرځولو۔د فلسطين اولس په خراب حالت خبره كولو سره ده خبردارې وركړو چې د فلسطين قوم وجود ته خطر دے او د دې حل يواځې د يو آزاد رياست جوړولو كښې دے كومه چې د نړيوالي ورورولۍ برخه وي۔د پيرو صدر دينا بولوارټے هم د ګڼ اړخيزه نظام حمايت وكړو او ملګرو ملتونو كښې د يو كوټلې اصلاحات مطالبه ئې وكړه دغسې چې د جمهوريت، قانون حكمرانۍ، موسمياتي بدلون او سماجي او اقتصادي مسئلو ښه حل ولټولې شي۔د قازقستان صدر قاسم جومارت توقايف په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې ملګري ملتونه مؤثره كولو لپاره د هغې نظام، خصوصاً سلامتي كونسل كوټلې اصلاحات دې وكړې شي دغسې چې د زيات شوې نړيوال عدم اعتماد ازاله وشي۔د انډونيزيا صدر پربوو سبيانتو د ماحولياتي بدلونونو په سنګين اثراتو رڼا واچوله۔ده ووئيل انډونيزيا ، كوم چې د نړۍ تر ټولو لوې جزيره نما هېواد دے،وړاندې څخه د سمندر په سطح كښې د زياتوالي په شان خكر سره مخ دے۔ د دې برعکس د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په ماحولیاتی پالیسو تنقید کولو سره د کاربن اثرات يوه دهوګه وګرځوله،دغسې د چلي صدر ګېبریل بوریچ د هغه خبره دروغ ګرځولو سره ووئيل نړيوال حدت انکار کومه رائے نشته بلكه دروغ ده۔د تاجکستان صدر امام علی رحمان په خپل هېواد كښې په ماحولیاتی چیلنجونو خبره كولو سره ووئيل زمونږ 14 زره ګلیشیئرز كښې 1300 په بشپړه ډول ويلي شوې دي او دا عمل تندۍ سره روان دے۔بل پلو جنوبی افریقې صدر سیرل رامافوسا كوټلي پرمختګ او نړيوال امن لپاره د سمدستي اقدامات په حاجت زور راوړو۔د ملګرو ملتونو ی جنرل اسمبلۍ دا نړيواله مکالمه به تر 29 ستمبر روانه وي،چې پكښې به د ټولي نړۍ څخه 150 څخه زيات حكومتي مشران په نړيوالو مسئلو خبري كوي۔

مزید خبریں