نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د تركيه صدر رجب طيب ايردوان وئيلي دي غزه كښې روان اسرائيلي مظالم واضحه اجتماعي نسل كشي ده، نړيواله ورورولې دې زر تر زره جنګ بندي باوري كړي، د فلسطين اولس د جبر د لارې انخلاء ته مجبورولې شي٬ ګرده نړۍ نه د آزاد فلسطين غږونه راهېژي٬ په نړۍ كښې امن لپاره آزاد فلسطيني رياست ضروري دے۔ د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو …
غزه كښې روان اسرائيلي مظالم واضحه اجتماعي نسل كشي ده، نړيواله ورورولې دې زر تر زره جنګ بندي باوري كړي۔ رجب طيب ايردوان

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د تركيه صدر رجب طيب ايردوان وئيلي دي غزه كښې روان اسرائيلي مظالم واضحه اجتماعي نسل كشي ده، نړيواله ورورولې دې زر تر زره جنګ بندي باوري كړي، د فلسطين اولس د جبر د لارې انخلاء ته مجبورولې شي٬ ګرده نړۍ نه د آزاد فلسطين غږونه راهېژي٬ په نړۍ كښې امن لپاره آزاد فلسطيني رياست ضروري دے۔ د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غٶنډې ته خپلې وېنا كښې د تركيه صدر ووئيل فلسطين د آزاد رياست په توګه د تسليموٶنكو هېوادونو هركلے كوم، هيله ده چې د نړۍ نور هېوادونه به هم ډېر زر فلسطين د آزاد رياست په توګه تسليم كړي۔ غونډې ته د وېنا په مهال تركيه صدر اردوان د نړيوالې ورورولۍ پام د غزه صورتحال پلو راګرځولو سره په فلسطيني اولس د اسرائيل لخوا كېدونكې ظلمونه د بشري حقونو څخه سرغړونه وګرځوله۔ ده ووئيل د غزه په اولس هره تېرېدونكې ورځ عذاب جوړېږي٬ د ملګرو ملتونو د عمومۍ اسمبلۍ غونډه نړيوالو مشرانو ته په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خپل نكته نظر وړاندې كولو ښه موقع وركوي۔ ده ووئيل اسرائيلي ځواكونه په غزه كښې د ماشومانو پشمول د بې ګناه وګړو قتل عام كوي ٬ په غزه كښې بشري بحران شدت اختيار كړے۔ ده د خپلې وېنا په مهال په غزه كښې د خوراك د تقسيم په مركزونو كښې د غزه د مايوس اولس ٬ د لوږې نه تړقېدونكې ماشومانو او په غزه د تېرو دوو كالو په مهال د اسرائيل د شديد بمبارۍ څخه د شوې تباهۍ يو شمېر عكسونه نړيوالې ورورولۍ ته وښودل۔ د تركيه صدر ووئيل د غزه په صورتحال زما زړه د وينو اوښكې تويوي، د تركيه اولس په سخت وخت كښې د فلسطين وروڼو خوېندو سره ولاړ دے۔ ده نړيوالو مشرانو ته ووئيل د دغسې ظلمونو په ضد خاموشي د شراكتدارۍ مترادف ده٬ بايد په غزه كښې زر تر زره جنګ بندي باوري كړې شي










