نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د امريكې جمهورريئس ډونلډ ټرمپ وئيلي دي نړۍ له به په ګډه د ترهګرۍ او د ماحولياتي بدلون پشمول د نورو چېلنجونو مخنيوے كول وي، فلسطين كښې تل پاتي امن لپاره په سمدستي توګه اقدامات ضروري دي٬ بايد په غزه كښې د بشري بحران خاتمې لپاره سمدستي جنګ بندي اوشي۔ د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپلې وېنا كښې د …
فلسطين كښې تل پاتي امن لپاره په سمدستي توګه اقدامات ضروري دي٬ بايد په غزه كښې د بشري بحران خاتمې لپاره په سمدستي توګه جنګ بندي اوشي۔ د امريكې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د امريكې جمهورريئس ډونلډ ټرمپ وئيلي دي نړۍ له به په ګډه د ترهګرۍ او د ماحولياتي بدلون پشمول د نورو چېلنجونو مخنيوے كول وي، فلسطين كښې تل پاتي امن لپاره په سمدستي توګه اقدامات ضروري دي٬ بايد په غزه كښې د بشري بحران خاتمې لپاره سمدستي جنګ بندي اوشي۔ د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپلې وېنا كښې د امريكې صدر ټرمپ ووئيل دا مهال نړۍ يو شمېر مسئلو سره مخ ده ٬ په داسې صورتحال كښې يو هېواد د جنګونو او شخړو متحمل كېدے نشي ٬ بايد د جنګونو او شخړو خاتمې لپاره ملګر ملتونه كردار ولوبوي، امريكا به هم په نړۍ كښې سولې ثبات لپاره خپل رول لوبوي۔ ټرمپ ووئيل ما د پاكستان او هند پشمول د اوو جنګونو په جنګ بندۍ كښې كردار ادا كړے دے چې په سبب ئي د لكهونو په شمېر ځانونه محفوظ شوي او په دې زه وياړ لرم، جنګ د يوې مسئلې حل نه دے٬ د شخړو هوارې د سولې تړون او سفارتي طريقو څخه ممكن دے، د كشمير كشاله او په نورو شخړو خبرې اترې ضروري دي ۔ ډونلډ ټرمپ ووئيل په سوئيلي آسيا كښې د امن نه غېر نړيوال امن ناممكن دے٬ په مېنځني ختيز كښې امن ته امريكا پام لرنه كوي او امريكا به په سوئيلي آسيا كښې امن لپاره تعميري كردار لوبوي، هغه ووئېل هند له هم پكار دي چې په منطقه كښې امن لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ هغه ووئيل په غزه كښې تل پاتي امن لپاره په سمدستي توګه اقدامات ضروري دي، بايد په غزه كښې د بشري بحران خاتمې لپاره په سمدستي توګه جنګ بندي اوشي۔ صدر ټرمپ ووئيل اقتدار ترلاسه كولو سره مې ګرانۍ ته په ماتې وركولو سره اولس ته ګټه رسولې، امريكا به اوس د چا جنګ نه كوي او په نړۍ كښې امن لپاره به خپل كردار دوام دار ساتي۔










