نيويارك ۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د سوريه صدر احمد الشرع په نيو يارك كښې د امرېكې خارجه وزير ماركوروبيو سره ملاقات كړے۔ د العربيه تر مخه د امرېكې خارجه وزارت نه جاري بيان كښې ووئېل شول دواړو لارښودو د بے دركه امرېكائي وګړو راخوشي كولو په لړ كښې په كېدونكو هلو ځلو خبرې وكړې۔ د دې نه وړاندې احمد الشرع نيويارك ته ورسېد چرته به چې هغه د …
د سوريه صدر په نيو يارك كښې د امرېكې خارجه وزير سره ملاقات

مزید خبریں
نيويارك ۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د سوريه صدر احمد الشرع په نيو يارك كښې د امرېكې خارجه وزير ماركوروبيو سره ملاقات كړے۔ د العربيه تر مخه د امرېكې خارجه وزارت نه جاري بيان كښې ووئېل شول دواړو لارښودو د بے دركه امرېكائي وګړو راخوشي كولو په لړ كښې په كېدونكو هلو ځلو خبرې وكړې۔ د دې نه وړاندې احمد الشرع نيويارك ته ورسېد چرته به چې هغه د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي۔ د هغه دا دوره په يو داسې وخت كېږي چې د سوريه چارواكو د دې خبرې تصديق كړے چې هغوي د اسرائيل سره خبرې اترې كوي د كومو مقصد چې د امنيت لوظنامو ته رسېدل دي٬ د كومو تر مخه به چې اسرائيل د دسمبر 2024 د قابضو سيمو نه اووځي۔ سي بي ايس ته مركه كښې د سوريه صدر دا هيله ولرله چې زه به د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كوم او په سوريه د بنېزونو ختمولو په اړه به د هغه مننه كوم۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې د پخواني صدر نور الدين الاتاسي 1970۔1966 نه پس د سوريه كوم هم صدر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې ګدون نه دې كړے چې پكښې الشرع وړومبے صدر شو څوك چې د جون 1667 د اسرائيل سره د جنګ نه پس د ملګرو ملتونو پلېټ فارم ته به خطاب كوي۔ د خپل خارجه وزير اسعد الشيباني سره به دستورو او غونډو كښې ګدون كوي او د بېلو ھېوادونو مشرانو او لارښودو سره به ملاقاتونه كوي۔










