په دوو ورځو كښې د 10 هېوادونو د فلسطين رياست تسليمولو اعلان ٬ اسرائيل د تنهائۍ ښكار شو

نيو يارك ۔ 23 ستمبر (اے پي پي) په دوو ورځو كښې د 10 هېوادوزنو د فلسطين رياست تسليمولو اعلان كړے دے۔ سي جي ټي اين تر مخه برطانيه ٬ فرانس ٬ موناكو ٬ بېلجيم ٬ لكسمبرګ ٬ مالټا او انډورائنے هم په رسمي ټوګه د فلسطيم رياست تسليمولو اعلان كړے دے۔دغسې د ملګرو ملتونو په 193 كښې 157 هېوادونو د فلسطين رياست تسليم كړے دے۔ د سلامتي كونسل په …

نيو يارك ۔ 23 ستمبر (اے پي پي) په دوو ورځو كښې د 10 هېوادوزنو د فلسطين رياست تسليمولو اعلان كړے دے۔ سي جي ټي اين تر مخه برطانيه ٬ فرانس ٬ موناكو ٬ بېلجيم ٬ لكسمبرګ ٬ مالټا او انډورائنے هم په رسمي ټوګه د فلسطيم رياست تسليمولو اعلان كړے دے۔دغسې د ملګرو ملتونو په 193 كښې 157 هېوادونو د فلسطين رياست تسليم كړے دے۔ د سلامتي كونسل په 5 مستقل غړو كښې امرېكا يواځنے هېواد دے چا چې تر اوسه د فلسطين رياست تسليم نه كړو۔په دې مهال د اسرائيل د اړخه د كوم خاص غبرګون رامخې ته نشو تر دې چې اسرائيل دړكه وركړه چې زمونږ جنګي مقاصد به تر غزه محدود نه وي۔ د فلسطين مسئلې امناكه او دوه رياستي حل نفاذ لپاره د نړيوالې كچې كانفرنس سره په ڼړيواله ورورولۍ كښې يو ځل بيا د فلسطين رياست تسليمولو يوه نوې چپه ليدلې كېږي٬ په مغربي نړۍ كښې د اسرائيل په پاليسيو كښې چاودي رامخې ته كېږي او اسرائېل د لا تنهائۍ ښكار كېږي۔

مزید خبریں