پيانګ يانګ ۔ 22 ستمبر (اے پي پي ) د شمالي كوريا صدر كم جونګ آن وئېلي دي كه امريكا دا زور راوړل پرېږدي چې زمونږ هېواد دې جوهري وسلې ختمې كړي نو د امرېكې سره د خبرو نه د ډډې كولو هيڅ سبب نشته٬ خو د بندېزونو خاتمې لپاره به كله هم د خپلو جوهري وسلو د پانګو نه وروستو نه شوو٬ د رائټرز تر مخه دا خبره د …
كه امريكا د جوهري وسلو نه جوړولو غوښتنې نه وروستو شي نو د خبرو اترو لپاره چمتو يو٬ د شمالي كوريا صدر

مزید خبریں
پيانګ يانګ ۔ 22 ستمبر (اے پي پي ) د شمالي كوريا صدر كم جونګ آن وئېلي دي كه امريكا دا زور راوړل پرېږدي چې زمونږ هېواد دې جوهري وسلې ختمې كړي نو د امرېكې سره د خبرو نه د ډډې كولو هيڅ سبب نشته٬ خو د بندېزونو خاتمې لپاره به كله هم د خپلو جوهري وسلو د پانګو نه وروستو نه شوو٬ د رائټرز تر مخه دا خبره د شمالي كوريا د سركاري مېډيا د ګل په ورځ كړې۔ كم جونګ آن د پيپلز سپرېم اسمبلۍ كښې خطاب كښې ووئېل په زاتي توګه زما په زړه كښې اوس هم د امرېكې د صدرډونلډ ترمپ ښه يادونه پراته دي٬د دواړو لارښوو د ټرمپ په وړومبي دور كښې درې ځل ملاقاتونه شوي وو۔ د كم جونګ خبرې په داسې وخت كښې رامخې ته شوي چې د سوئېلې كوريا نوے حكومت په ټرمپ زور راوړي چې هغه د كم جونګ سره خبرې اترې بيا پېل كولو له مشري وكړي۔ د شمالي كوريا صدر ووئېل كه امريكا زمونږ د جوهري وسلو د ختمولو لېونتوب پرېږدي ٬ حقيقت تسليم كړي او حقيقي شريكه بقا اوغواړي نو هيڅ سبب نشته چې د امرېكې سره د ناستې نه انكار وكړو۔ دا وړومبۍ موقع ده چې كم جونګ د صدر ټرمپ بيا اقتدار له د راتللو نه پس نيغ په نيغه د هغه نامه اغستې ده۔











