سعودي عرب به يمن له 368 مليونه ډالره اضافي اقتصادي امداد وركوي

رياض 21 ستمبر (اے پي پي) سعودي عرب يمن له د 368 مليونه ډالره اضافي اقتصادي امداد وركولو اعلان كړې دے۔د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې دا ګرانټ د سعودي د پرمختګ او تعمير نو پروګرام د لارې وركولې شي۔ شاه سلمان بن عبدالعزيز د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اړخه د يمن اولس مرستي لپاره سفارش منظور كړې دے۔د يمن صدارتي كونسل مشر ډاكټر رشاد محمد العليمي …

رياض 21 ستمبر (اے پي پي) سعودي عرب يمن له د 368 مليونه ډالره اضافي اقتصادي امداد وركولو اعلان كړې دے۔د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې دا ګرانټ د سعودي د پرمختګ او تعمير نو پروګرام د لارې وركولې شي۔ شاه سلمان بن عبدالعزيز د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اړخه د يمن اولس مرستي لپاره سفارش منظور كړې دے۔د يمن صدارتي كونسل مشر ډاكټر رشاد محمد العليمي د يمن اولس ته پېښو ستونزو مالي مشكلاتو په اړه د امداد خواست كړې ؤ۔سعودي عرب ايوان شاهي د اړخه جاري شوې احكاماتو كښې وئيلي شوې چې اضافي امداد د يمن تعمير نو پروګرام لپاره منظور كړې شوي۔دا امداد به حكومتي بجټ كښې معاونت او عدن كښې د شهزاده محمد بن سلمان روغتون آپريشنل بجټ پورا كوي چې ورسره به د يمن حكومت اقتصادي اصلاحات ته وده ترلاسه شي۔

مزید خبریں