ملګري ملتونه 19 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د امريكې لخوا په غزه كښې د غېر مشروط جنګ بندۍ او د اسرائيلي بنديزونو لرې كولو په مطالبه اډانه قرارداد په ويټو كولو د افسوس څرګندونې كولو سره دا اقدام ډېر تاريك لحمه ګرځولو سره وئيلي دي د سلامتي كونسل هره ناكامي د دې تشخص كمزورې كوي۔ د امريكې لخوا د زيارت په ورځ …
د امريكې لخوا غزه كښې د جنګ بندۍ قرارداد ويټو كول ډېره تاريك لمحه ده٬ د سلامتي كونسل هره ناكامي د دې تشخص كمزورې كوي۔ د پاكستان استازې عاصم افتخار احمد

مزید خبریں
ملګري ملتونه 19 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د امريكې لخوا په غزه كښې د غېر مشروط جنګ بندۍ او د اسرائيلي بنديزونو لرې كولو په مطالبه اډانه قرارداد په ويټو كولو د افسوس څرګندونې كولو سره دا اقدام ډېر تاريك لحمه ګرځولو سره وئيلي دي د سلامتي كونسل هره ناكامي د دې تشخص كمزورې كوي۔ د امريكې لخوا د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په غزه كښې د غېر مشروط جنګ بندۍ او د اسرائيلي بنديزونو لرې كولو په مطالبه اډانه قرارداد په شپږم ځل ويټو شوے ٶ٬ د 15 كسيز كونسل د لس ټاكلو غړو لخوا وړاندې كړي قرارداد په حق كښې 14 ووټونه اچولې شوي وو او امريكې د تېرو 2 كالو په مهال د جاري اسرائيلي جنګ په مهال په شپږم ځل په غزه كښې د جنګ بندۍ په ضد خپل د وېټو حق كارولے ۔ د غزه د روغتيا چارواكو له مخې د جنګ د پېل نه تر اوسه 65 زره نه زيات فلسطنيان شهيدان شوي ٬ د يادونې وړ ده د سلامتي كونسل 10 غير مستقل غړو هېوادونو چې پكښې پاكستان، الجزائر، ډنمارك، يونان، ګيانا، پاناما، سوئيلي كوريا، سيراليون، سلووينيا او صوماليه شامل دي د قرارداد مسوده وړاندې كړې وه چې پكښې د ټولو يرغمالو د خوشې كولو مطالبه هه وه۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پنځه مستقل غړٶ چين، فرانس، روسيه، برتانيه او امريكا ته د ويټو حق ترلاسه دے او هغوي په بېلا بېلو موقعو د دې حق استعمال كړے دے۔ د سوئيلي كوريا كوم چې ستمبر لپاره د سلامتي كونسل صدر ذمه واري ترسره كوي د سلامتي كونسل د غونډې مشري كړې۔ سفير عاصم افتخار احمد د امريكې لخوا د قرارداد په وېټو كولو د افسوس څرګندونې كولو سره ووئيل دا په سلامتي كونسل يوه ډېر تاريك لمحه ده۔ ده ووئيل د سلامتي كونسل هره ناكامي د دې اعتبار كمزورې كوي۔ ده ووئيل د سلامتي كونسل د كاروائۍ په لاره كښې اصل خنډ د ويتو استعمال دے٬ دا يوه لويه ذمه واري ده او هم په دې مقام ځوابدهۍ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د داسې انساني الميې په وخت كښې سلامتي كونسل د كار نه منع كول د دې الميې جاري ساتلو سبب جوړېدے شي٬ څوك چې د دې لارې انتخاب كوي ھغوي له په خپل موقف نظرثاني پكار ده۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق٬ عزت او د انصاف په ستړو كښې د غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي او په سمدستي توګه٬ د غېر مشروط او د مستقل جنګ بندۍ مطالبه كوي۔










