ملګري ملتونه ۔18ستمبر(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې دا خبره په ډاګه كړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه رامنځته كېدونكې ترهګري زمونږ قامي سلامتيا لپاره تر ټولو لوي خطر دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد په طالب چارواكو زور راوړو چې هغوي د ترهګرۍ مخنيوي اړوند نړيوال لوظونه تر سره كړي ۔ پاکستاني استازي عاصم افتخار …
طالب چارواكي دې د ترهګرۍ مخنيوي په اړه نړيوال لوظونه تر سره كړي : د پاكستاني استازي په سلامتي كونسل كښې د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔18ستمبر(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې دا خبره په ډاګه كړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه رامنځته كېدونكې ترهګري زمونږ قامي سلامتيا لپاره تر ټولو لوي خطر دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد په طالب چارواكو زور راوړو چې هغوي د ترهګرۍ مخنيوي اړوند نړيوال لوظونه تر سره كړي ۔ پاکستاني استازي عاصم افتخار د افغانستان په صورتحال بحث كښې ووئيل نزدې په 6 زره جنګيالو مشتمل تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د افغانستان په خاوره د ملګرو ملتونو لخوا نومولې شوې تر ټولو لويه ترهګره ډله ده۔ ده ووئيل پاكستان د ټي ټي پي او بلوچستان لبرېشن آرمي (بی اېل اے) ترهګرو د افغانستان څخه پاكستان ته د راتللو يو شمېر هڅې شنډولو له كارروايۍ كړې دي۔ په دغه كارروائيو كښې د نړيوالو ځواكونو په خاص توګه د امريكائي پوځ پرېښودلې شوې عصري پوځي وسلې هم ضبط كړې شوې۔ پاکستاني استازي په دې خبره زور راوړو چې د دې كارروائيو مو لوي زيان پورته كړے په كوم كښې چې د امنيتي ځواكونو د مېړنو اهلكارو او عامو وګړو قربانۍ شاملې دي۔ ده روانه مياشت په يوه پېښه كښې د 12 پاكستانو پوځي اهلكارو د شهادت حواله وركولو سره ووئيل دا صورتحال د زغملو نه دے۔ ده زياته كړه چې داعش، القاعدہ، ټي ټي پي ، بی اېل اے او د “مجید برېګېډ” په څير ترهګرې ډلې د افغانستان پټن ځايونو څخه كارروايۍ كوي۔ ده ووئيل پاكستان چين سره په ګډه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د 1267بندېزونو كمېټۍ كښې د بی اېل اے او مجید برېګېډ ترهګر تنظيمونه ګرځولو په وړاندېز د سمدستي كارروايۍ كولو غوښتنه كړې ده۔ پاكستاني استازي ووئيل پاكستان افغانستان سره تل د مستقل اړيكو ملاتړ كړے او په دې خبره يۍ زور راوړے چې په طالبانو د بندېزونو نظام بايد د سياسي مقاصدو ښكار نه شي۔ ده په افغانستان كښې په مېرمنو او انجونو لګولې شوي بندېزونه د اسلامي رواياتو او د اسلامي ټولنې د اصولو په ضد وګرځول۔ پاکستانی سفیر زياته كړه چې له اوږدې مودې راهېسې په پاكستان كښې مېشته افغان كډوال په عزت سره او منظمه توګه بېرته ولېږلے شول۔ ده په نړيواله ورورلۍ زور راوړو چې هغه دې دا بار په عادلانه توګه وېشلو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي










