سعودی عرب په غزہ د اسرائیلی جارحیت سخته غندنه وكړه

ریاض ۔18ستمبر (اے پي پي) سعودي عرب د اسرائیلي پوځ په غزہ د بريدونو او په تش لاسي او بے وسه فلسطینیانو د روانو ظلمونو په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ د سعودي خبر رسنې ایجنسۍ ’ایس پي اے‘ تر مخه خارجه وزارت جاري كړي د غندنې بیان كښې زياته كړه د اسرائیل قابضو ځواكونو فلسطین كښې د بشري حقونو ښكاره خلاف ورزۍ روانې دي ٬ ڼريوالې ورورولۍ له …

ریاض ۔18ستمبر (اے پي پي) سعودي عرب د اسرائیلي پوځ په غزہ د بريدونو او په تش لاسي او بے وسه فلسطینیانو د روانو ظلمونو په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ د سعودي خبر رسنې ایجنسۍ ’ایس پي اے‘ تر مخه خارجه وزارت جاري كړي د غندنې بیان كښې زياته كړه د اسرائیل قابضو ځواكونو فلسطین كښې د بشري حقونو ښكاره خلاف ورزۍ روانې دي ٬ ڼريوالې ورورولۍ له به د دې سنګینو جرائمو مخ نيوي له كوټلي او جامع اقدامات کول وي ۔ سعودي عرب خبردارے وركړو چې د اسرائیل خونریزه رویه غزہ او د وګړو لپاره د تباهۍ نتائج لرونكې ده ، مملکت د سلامتي کونسل مستقل غړو نه مطالبه وكړه چې هغوي سمدستي اقدامات كولو سره د اسرائیل قتل و غارت ، د لوږې او جبري منتقلۍ مخ نيوي لپاره نړيوال قراردادونه په سختۍ سره نافذ کړي ٬ دغسې چې په غزہ كښې د بے ګناه ځانونو تحفظ باوري شي او د نسل کشۍ او د جبري هجرت لاره ونيولې شي ۔

مزید خبریں