د ایران صدر ته به امریکې ته د تللو ویزہ وركړې شي ، عباس عراقچي

تهران ۔17ستمبر (اے پي پي) د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وئېلې دي د ایران صدر مسعود پزشکیان به د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلی كښې ګډون لپاره امریکې ته ځي ۔ د العربیه تر مخه هغه ووئېل د ویزه او سفر انتظامات به زر وكړے شي ۔ هغه خبريالانو ته ووئېل زمونږ هېواد عمر له په ملګرو ملتونو كښې خپل په زړه پورې شتوالے باوري كړے دے ۔ هغه …

تهران ۔17ستمبر (اے پي پي) د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وئېلې دي د ایران صدر مسعود پزشکیان به د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلی كښې ګډون لپاره امریکې ته ځي ۔ د العربیه تر مخه هغه ووئېل د ویزه او سفر انتظامات به زر وكړے شي ۔ هغه خبريالانو ته ووئېل زمونږ هېواد عمر له په ملګرو ملتونو كښې خپل په زړه پورې شتوالے باوري كړے دے ۔ هغه زياته كړه د ایران صدر د جنرل اسمبلۍ په غونډه كښې د ګډون چمتوالے نيولے شوے۔ هغه ووئېل د دورې په اړه د ویزه او لاجسټک چارو څه مسائل شته ، كوم به چې په راروانو ورځو كښې حل کړے شي ۔ د دې علاوہ د ایران وزیر تصدیق وكړوچې د جنرل اسمبلۍ په مهال دوه اړخيزه ملاقاتونه به هم كېږي او تهران به د دې نه ګته پورته كوي ۔واضحه دې وي د غونډې داعلیٰ كچه عمومي مباحثې پېل به د نهې په ورځ په 23 ستمبر كېږي ، په دې مهال به نړيوال لارښود نیویارک كښې راغونډېږي دغسې چې په نړيوالو پیچلو چیلنجز غور و خوض وكړي ۔ د غونډې په مهال به د ملګرو ملتونو د تاسیس 80 مه سالګرہ هم نمانځلې شي

مزید خبریں