د اسرائيل ګمراه كونكے سوچ د نړۍ امن و استحام لپاره خطر ګرځېدلے دے٬ تركيه

انقره۔ 16 ستمبر (اے پي پي) تركيه وئېلې دي د اسرائيل ګمراه كونكے سوچ د منطقې او نړۍ امن و استحكام لپاره سخت خطر ګرځېدلے دے۔ د العربيه تر مخه د تركيه صدر رجب طيب اردوان زور راوړو چې اسرائيل له سزا وركول او د هغې د ذمه وارو محاسبه كولو لپاره سفارتي هلې ځلې ګرندۍ كولو ضروري دي ۔ دا خبرې هغه په دوحه كښې د عرب و اسلامي …

انقره۔ 16 ستمبر (اے پي پي) تركيه وئېلې دي د اسرائيل ګمراه كونكے سوچ د منطقې او نړۍ امن و استحكام لپاره سخت خطر ګرځېدلے دے۔ د العربيه تر مخه د تركيه صدر رجب طيب اردوان زور راوړو چې اسرائيل له سزا وركول او د هغې د ذمه وارو محاسبه كولو لپاره سفارتي هلې ځلې ګرندۍ كولو ضروري دي ۔ دا خبرې هغه په دوحه كښې د عرب و اسلامي مشرانو د غونډې د پرانستې ناستې ته خطاب كښې وكړې۔ هغه ووئېل د اسرائيل جارحيت پرله پسې زياتېږي كوم چې زمونږ د منطقې لپاره نيغ په نيغه خطر دے او په قطر د اسرائيل بريد د نه قبلولو وړ او په تاريخ كښې په وړومبي ځل كېدونكې سنګينه خلاف ورزي ده۔ هغه ووئېل اسرائيل د ملګرو ملتونو منشور او نړيوال نظام د خپو لاندې كوي ۔ هغه زياته كړه د اسرائيل لوي لوي فرېبونه په اصل كښې د وزيراعظم بنجمن نېتن د انتها خوښي جكومت لاچ څرګندوني او د هغه مجرمانه كاروائۍ اوس د هغه نزدې اتحاديان هم په اعتراض كولو مجبوروي۔ د هغه وېنا وه اسرائيل د خپلې پراختيا او جارخانه پاليسيو څخه به يوازې د طاقتور مخ نيوي د لارې منع شي۔ په دې مهال هغه په عرب او اسلامي هېوادونو زور راوړو چې هغوي خپل دفاعي عسكري صنعت لا مستجكم كړي او په اسرائيل اقتصادي فشار راوړي

مزید خبریں