تل ابیب۔16ستمبر (اے پي پي): د امریکی خارجه وزير مارکو روبیو وئېلې دي صدر ډونلډ ټرمپ د روس او یوکرین امن لوظنامې لپاره هيله مند دے او دا خبره امکان لري چې هغه راروانه اوونۍ كښې د یوکرین خپل هم منصب ولادیمیر زیلنسکي سره ملاقات وكړي ۔ د اے ایف پي تر مخه مارکو روبیو ووئېل ټرمپ د روسیه صدر ولادیمیر پوټن سره ځو ځل ټیلي فوني رابطه كړې او …
صدر ډونلډ ټرمپ به راروانه اوونۍ كښې زیلنسکي سره د امن هلو ځلو په اړه ملاقات کوي ، د امریکی خارجه وزير
تل ابیب۔16ستمبر (اے پي پي): د امریکی خارجه وزير مارکو روبیو وئېلې دي صدر ډونلډ ټرمپ د روس او یوکرین امن لوظنامې لپاره هيله مند دے او دا خبره امکان لري چې هغه راروانه اوونۍ كښې د یوکرین خپل هم منصب ولادیمیر زیلنسکي سره ملاقات وكړي ۔ د اے ایف پي تر مخه مارکو روبیو ووئېل ټرمپ د روسیه صدر ولادیمیر پوټن سره ځو ځل ټیلي فوني رابطه كړې او د زیلنسکي سره يې هم څو ملاقاتونه كړي چې پكښې به يو بل ملاقات شاید چې نیویارک كښې اوشي چرته چې نړيوال لارښود د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ كښې شريك وي ۔ هغه ووئېل زه به ھخې روانې ساتم ، كه امن ممکن شو نو زه هغه تر لاسه كول غواړم ۔روبیو ووئېل يوازې په جولائي كښې روسيه ته د جنګ په مهال د 20 زره عسكرو زيان ورپغاړه شو ۔روبیو تر مخه ټرمپ ځانګرے حیثیت لري ځكه هغه د پیوټن او زیلنسکي دواړو سره سره د اروپائي لارښودو سره هم نېغ په نيغه ملاقات كولې شي ۔ هغه ووئېل كه په څه ډول هغه د دې معاملې نه دستبردار شي یا په روسيه بندېزونو لګولو سره دا اووئي چې زما کار ختم شو نو په نړۍ كښې به بل څوك پاتي نشي چې د جنګ خاتمې لپاره ثالثي وكړي ۔ټرمپ د منصب سنبھالولو په وخت په يوه ورځ كښې د جنګ ختمولو وعدہ کړې وه او د دغې الزام يې په مخكېني صدر جو بائیډن لګولے ؤ جې د هغه پالیسیو روس په یوکرین بريد ته آمادہ کړو او دغسې د امریکې د اړخه یوکرین ته په وركړو اربونو ډالرو په مرستې پیکجز يې هم ټكونه وكړل









