د هندي وزير ګري راج سنګھ مسلمانانو ته دړكه، كه د جوماتونو لخوا فتوې بندې نه شوې سخت ردعمل به راځي۔ ميډيا سره خبرې

نوے ډيلے 15 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې د ټېکسټائل وزير او د بھارتيه جنتا پارټۍ (بي جے پي) لارښود ګري راج سنګھ مسلمانانو ته دړكه وركړې چې كه د جوماتونو لخوا فتوې بندې نه كړې شوې نو سخت ردعمل به راځي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې ګري راج سنګھ په بهار كښې خبريالانو سره په خبرو كښې په مسلمانانو ټكونه كولو سره وئيلي دي چې وزيراعظم …

نوے ډيلے 15 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې د ټېکسټائل وزير او د بھارتيه جنتا پارټۍ (بي جے پي) لارښود ګري راج سنګھ مسلمانانو ته دړكه وركړې چې كه د جوماتونو لخوا فتوې بندې نه كړې شوې نو سخت ردعمل به راځي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې ګري راج سنګھ په بهار كښې خبريالانو سره په خبرو كښې په مسلمانانو ټكونه كولو سره وئيلي دي چې وزيراعظم نرېندر مودي او وزيراعلیٰ نتېش کمار په بهار كښې د ټولو پرمختګ لپاره په ګډه كار كوي٬ ده ووئيل چې مسلمانان ټولو سركاري سكيمونو څخه ګټه پورته كوي خو بي جے پي ته ووټ نه وركوي۔ ده خبرداري وركړو كه ملايان له جوماتونو څخه فتوې جاري كوي نو درمسالونو څخه به هم ردعمل راځي۔ د يادونې وړ ده چې ګري راج سنګھ زياتره د مسلمانانو په ضد متنازعه بيانونه وركوي ٬ په ماضي كښې ئې وئيلي ٶ چې د حکومت مخالفت كوٶنكي مسلمانان بايد پاكستان ته لاړ شي۔

مزید خبریں