د روسيه غوندې د اسرائيل په لوبو ډلو هم بندېز لګول غواړي ٬ سپېن

مېډرډ ۔12 ستمبر (اے پي پي) د سبېن د لوبو وزيرې پلر اليګريه د اسرائيل د لوبو په ډلو په ڼړيوالو سيالو كښې د بندېز لګولو غوښتنه كړې ده۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د سبېن د لوبو وزيرې ووئېل د اسرائيل د لوبو په ډلو داسې بندېز لګول پكار دے لكه څنګه چې په روسيه په يوكرېن د بريد نه پس په 2022 كښې …

مېډرډ ۔12 ستمبر (اے پي پي) د سبېن د لوبو وزيرې پلر اليګريه د اسرائيل د لوبو په ډلو په ڼړيوالو سيالو كښې د بندېز لګولو غوښتنه كړې ده۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د سبېن د لوبو وزيرې ووئېل د اسرائيل د لوبو په ډلو داسې بندېز لګول پكار دے لكه څنګه چې په روسيه په يوكرېن د بريد نه پس په 2022 كښې لګولے شوے ؤ ۔ هغې ووئېل داسې نه كول به دوه مخيز معيار وي۔ د هغې وېنا وه په سائېكلنګ ګرېنډ ټور وولټا آ اسپانه كښې د اسرائيل ډلې باندې د پرېمئير ټېك د موجودګۍ خلاف سېن كښې په لويه پېمانه احتجاج شوے ٬ حالانكه د سپېن حكومت غزه كښې د اسرائيل جارحيت نسل كشي ګرځوي۔