د روس څخه د تېلو په اغستو بندولو د هند سره تجارتي لوظنامه كولې شوو٬ امريكا

واشنګټن ۔ 12 ستمبر (اے پي پي) امرېكې وئېلې دي د روسيه څخه د تېلو اغستو په بندولو د هند سره تجارتي لوظنامه كولې شوو۔ د رائټرز تر مخه د امرېكې د تجارت وزير هاورډ ليوټنك ووئېل مونږ هيله لرو چې امريكا به زر د هند سره تجارتي لوظنامه وكړي ٬ چې كله هند د روسيه نه تېل اغستل بند كړي ۔ هغه د خبريالانو سره خبرو كښې ووئېل مونږ …

واشنګټن ۔ 12 ستمبر (اے پي پي) امرېكې وئېلې دي د روسيه څخه د تېلو اغستو په بندولو د هند سره تجارتي لوظنامه كولې شوو۔ د رائټرز تر مخه د امرېكې د تجارت وزير هاورډ ليوټنك ووئېل مونږ هيله لرو چې امريكا به زر د هند سره تجارتي لوظنامه وكړي ٬ چې كله هند د روسيه نه تېل اغستل بند كړي ۔ هغه د خبريالانو سره خبرو كښې ووئېل مونږ به د هند سره معاملات تر سره كړو٬ چې هغه د روسيه نه د تېلو اغستل بند كړي۔ هغه دا هم ووئېل زمونږ د تائيوان سره يوه لويه لوظنامه كېدونكې ده ۔ هغه دا عنديه وركړه چې د سوئټرزرلېنډ سره هم به زر يو تجارتي لوظنامه اوشي۔ د سوئېلې كوريا په اړه هغه ووئېل مونږ لوظنامه كړې ده ٬ خو ګورو چې هغوي كاغذي كاروائي مكمل كوي يا نه ۔ چې كله د هغه نه پوښتنه وشوه په جارجيا كښې د هنډائي پلانټ باندې امېګرېشن رېډ دغه لوظنامه رد كړې ٬ نو هغه د تبصرې كولو نه انكار وكړو۔