ملګري ملتونه۔ 11 ستمبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو او په نړيوالو تنظيمونو كښې د سعودي عرب مستقل استازي سفير عبدالمحسن خثيله وئېلې دي سعودي عرب په مكمل توګه د قطر سره ولاړ دے او د هغوي د هر ممكن اقامات مرسته كوي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه جنيوا كښې په شوې غونډه كښې د سعودي مستقل استازي پخپل خطاب كښې خبر دارے وركړو چې د …
ملګرو ملتونو كښې د سعودي استازي د اسرائيل په ظلمونو سخت غبرګون ښكاره كړو

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 11 ستمبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو او په نړيوالو تنظيمونو كښې د سعودي عرب مستقل استازي سفير عبدالمحسن خثيله وئېلې دي سعودي عرب په مكمل توګه د قطر سره ولاړ دے او د هغوي د هر ممكن اقامات مرسته كوي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه جنيوا كښې په شوې غونډه كښې د سعودي مستقل استازي پخپل خطاب كښې خبر دارے وركړو چې د اسرائيل د قبضې او جرائمو سنګينې نتيجې رامخې ته كېدې شي ځكه چې دا د ڼړيوال قانون او د اصولو بيخي خلاف ورزي ده۔ سعودي عرب يو ځل بيا د فلسطين اولس په ضد د اسرائيل د ظلمونو چې پكښې جبري بے دخلۍ ٬ محاصره او لوږه د وسلې په توګه كارول شامله ده د غندنې سره دا د نړيوال قوانين او د انساني اصولو په ضد وګرځول ۔ د سعودي استازي بيان كښې د سوريه په سيمو په خاص توګه حمعص او الاذقيه باندې د اسرائيل د بريدونو هم غندنه وكړه۔ سفير په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه د اسرائيل خلاف ورزۍ مخ نيوي له سمدستي اقدامات وكړي او قابض پوځ په جرائمو ځواب وركونكے وګرځولے شي كوم چې د منطقې امن او استحكام لپاره لويې خطر دے










