ملګري ملتونه۔ 10 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيوګوترېس د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه كړې ده چې هغوي د عسكري خرڅونو او پرمختيائي ضروريات تر مينځه توازن قائم كړي ٬ څومره سرمايه چې په جنګونو خرڅ كولې شي دومره په غريبۍ ختمولو او په تل پاتي پرمختګ دې هم ولګولې شي۔ هغه دا خبره د ملګرو ملتونو په يو راپور كښې "مونږ ته پكار امنيت۔ يو …
نړيوال عسكري خرڅونه 7۔2 ټرېلين ډالر ته ورسېدل ٬ نړيواله ورورولي دې د عسكري خرڅونو او پرمختيائي ضروريات تر مينځه توازن قائم كړي ٬ انتونيوګوترېس

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 10 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيوګوترېس د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه كړې ده چې هغوي د عسكري خرڅونو او پرمختيائي ضروريات تر مينځه توازن قائم كړي ٬ څومره سرمايه چې په جنګونو خرڅ كولې شي دومره په غريبۍ ختمولو او په تل پاتي پرمختګ دې هم ولګولې شي۔ هغه دا خبره د ملګرو ملتونو په يو راپور كښې “مونږ ته پكار امنيت۔ يو تل پاتي امناك سباون لپاره د عسكري خرڅونو توازن ” د مخ كتنې په مهال وكړه۔ هغه ووئېل په 2024 كښې نړيوال پوځي خرڅونه 7 ۔2 ټرېلين ډالر رېكارډ كچې ته ورسېدل ٬ كوم چې د نړۍ شتمندو هېوادونو د اړخه د وركړې كېدونكې پرمختيائي مرستې نه 13 چنده او د ملګرو ملتونو د بجټ نه 750 چنده زيات دي۔ د دغې برعكس يوازې 20 فيصده د تل پاتي پرمختګ اهداف په سم پلو روان دي او پرمحتيائي مالياتي تشه په بيړه زياتېږي۔ راپور كښې خبردارے وركړے شوے كه اوسني رحجانات روان پاتي شول نو تر 2035 كال پوځي خرڅونه تر 6۔6 ټرېلين ډالر رسېدې شي كوم چې د نړيوال امن ٬ پرمختګ او د ماحولياتي تحفظ لپاره خطري دي۔ راپور كښې تجوېز وركړے شوے چې چې د نړيوال عسكري بجټ يوازې 4 فيصده په كلنه توګه د لوږې ختمولو ٬ د 10 فيصد نه زيات هر كوچني ته ويكسين ورسولو او 15 فيصده په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د ماحولياتي بدلونونو مقابلې له پورا دي۔










