اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) د مذهبي چارو د وزارت وياند وئېلي دي چې د سركاري سكيم له مخې د حج فلائيټ شيډول به د اختر څخه وړاندې جاري كړې شي۔وړومبې پرواز به د اګست په څلورمه نېټھ حجاز مقدس ته ځي۔ د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند نورزمان اے پي پي سره د خاص خبرو په مهال وئېلي چې د مذهبي چارو وزارت لخوا …
د سركاري سكيم له مخې د حج فلائيټ شيډول به د اختر څخه وړاندې جاري كړې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) د مذهبي چارو د وزارت وياند وئېلي دي چې د سركاري سكيم له مخې د حج فلائيټ شيډول به د اختر څخه وړاندې جاري كړې شي۔وړومبې پرواز به د اګست په څلورمه نېټھ حجاز مقدس ته ځي۔ د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند نورزمان اے پي پي سره د خاص خبرو په مهال وئېلي چې د مذهبي چارو وزارت لخوا 750 حج ګروپ آرګنائزر ته د حج كوټه وركړی شوې او بكنګ يې پېل كړې۔ د سعودي حكومت سره د ضابطه ټوله كاروائۍ بشپړولو سره به مونږ خبركړي چې مونږ به د دې حاجيانو د ويزو كار پېل كړو۔ ده ووئيل چې نوې حج ګروپ آرګنائزر ته حج كوټه نه ده وركړی شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د حج فلائټ شيډول به د اختر څخه وړاندې پېل كړی شي۔وړومبې حج پرواز به د اګست پھ څلورمه نېټھ حجاز مقدس ته روان شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د سركاري سكيم له مخې د حاجيانو د استوګنې لپاره حجاز مقدس كښې د ودانيو ترلاسه كولو كار بشپړ شوې










