کابل 10ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د طالبانو حکومت په پوهنتونونو كښې ښودونكې څو مضامین ختم کړې دي او په سوونو کتابونو يې بندیز لګولے دے د كوم مقصد چې د تعليم نظام د اسلامي شریعت سره سمول دي ۔ د اردو نیوز راپور تر مخه د افغانستان د تعليم وزارت اعلان کړے دے په اعلیٰ تعلیمي ادارو کښې 18 مضامین بند کړے شوي دي ، 679 کتابونه به …
افغان حکومت په سوونو کتابونو او په 18 مضامین بندیز ولګولو
کابل 10ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د طالبانو حکومت په پوهنتونونو كښې ښودونكې څو مضامین ختم کړې دي او په سوونو کتابونو يې بندیز لګولے دے د كوم مقصد چې د تعليم نظام د اسلامي شریعت سره سمول دي ۔ د اردو نیوز راپور تر مخه د افغانستان د تعليم وزارت اعلان کړے دے په اعلیٰ تعلیمي ادارو کښې 18 مضامین بند کړے شوي دي ، 679 کتابونه به نه ښودلې كېږي او د 201 مضامین به د سره بيا جاج اغستلے شي ۔ وزارت ووئېل دا پرېكړه د علما و پوهانو په مشوره شوې د كومې مقصد چې د پوهنتونونو نصاب د اسلامي شریعت او د حکومتي پالیسیو سره سمول دي ۔ په حذف کړو مضامین كښې سیاسیات او د قانون په حقله موضوعات په خاص توګه شامل دي۔ بنیادي حقونه ، بشري حقونه ، جمهوریت، افغان آئین، د مېرمنو سماجي کردار، اولسي اړيكو كښې د مېرمنو کردار، سیاسي نظام، سماجي علوم او جنسي ځورونې غوندې مضامین د نصاب نه خارج کړے شوي دي خو تعلیمي ادارو اندیښنه څرګنده كړې چې دې پالیسیو څخه به افغانستان د علمي و فکري تنهائۍ ښکار شي او د افغان ډګرۍ به په نړيواله كچه وځپلې شي ، ورسره به علمي صلاحیت لرونكې كسان په هېواد پرېښودلو یا غیر رسمي تعلیم پلو تللو ته مجبور شي۔











