قاهرہ۔10ستمبر(اے پی پی) عرب ليګ د قطر په پايه تخت دوحه كښې د عامو وګړو په استوګنو د اسرائيلي بريد سخته غندنه كړې ده۔ د قطر ورځپاڼې دی پیننسولا قطر له مخې عرب ليګ تېره ورځ په خپل بيان كښې دا خبره په ډاګه كړه چې اسرائيلي بريد د قطر د خپلواكۍ ښكاره خلاف ورزي ده او د نه زغملو وړ ده ۔ قطر هغه هېواد دے كوم چې په …
عرب ليګ په دوحه كښې د عامو وګړو په استوګنو د اسرائيل بريد وغندلو
قاهرہ۔10ستمبر(اے پی پی) عرب ليګ د قطر په پايه تخت دوحه كښې د عامو وګړو په استوګنو د اسرائيلي بريد سخته غندنه كړې ده۔ د قطر ورځپاڼې دی پیننسولا قطر له مخې عرب ليګ تېره ورځ په خپل بيان كښې دا خبره په ډاګه كړه چې اسرائيلي بريد د قطر د خپلواكۍ ښكاره خلاف ورزي ده او د نه زغملو وړ ده ۔ قطر هغه هېواد دے كوم چې په غزه كښې د روان جنګ پېل څخه مصر او امريكې سره په ګډه جنګ بندۍ لپاره د ثالثۍ او د جنګ خاتمې لپاره جدي او پرله پسې هڅې كړي دي۔ عرب لیګ د اسرائيلي جارحيت په ضد قطر سره د يووالي څرګندونې كولو سره د هغوي د خپلواكۍ او سلامتيا تحفظ له د پورته كېدونكو ټولو اقداماتو ملاتړ وكړو۔ عرب ليګ په خپل بيان كښې په دې خبره زور راوړو چې د اسرائيل دا اقدام د نړيوالو اصولو او قوانين خلاف ورزي ده او اوس دا د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې هغه د يو داسے رياستي چلند مؤثره مقابله وكړي كوم چې د قانون خلاف ورزي كوي او د غندنې وړ خپلو اقداماتو د نتيجو هېڅ پرواه نه لري۔











