ابوظهبي ۔9ستمبر (اے پي پي) د متحدہ عرب امارات د انساني خواخوږۍ په بنیاد د مرستې لیږلو لړۍ روانه ده او په دغه لړ كښې 9 م د مرستې سامان الوتكه افغانستان ته روانه كړې شوې ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د متحدہ عرب امارات د مشترکه آپریشنز کمانډ د نهې په ورځ اعلان وكړو چې دا پرواز د صدر شیخ محمد بن زاید النهیان په خصوصي …
د افغان ورونړو مرسته دوامداره ده ، د یو اے اي انمه د مرستې سامان الوتكه کابل ته ورسېده
ابوظهبي ۔9ستمبر (اے پي پي) د متحدہ عرب امارات د انساني خواخوږۍ په بنیاد د مرستې لیږلو لړۍ روانه ده او په دغه لړ كښې 9 م د مرستې سامان الوتكه افغانستان ته روانه كړې شوې ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د متحدہ عرب امارات د مشترکه آپریشنز کمانډ د نهې په ورځ اعلان وكړو چې دا پرواز د صدر شیخ محمد بن زاید النهیان په خصوصي هدایات کابل ته روان كړے شوے ، كوم چې د افغان اولس لپاره د یو اے اي د فضائي و بحري مرستې د پل برخه دے ۔ په الوتكه كښې د هنګامي ریلیف سامان موجود دے ، كوم به چې زلزله ځپليو كورنيو ته رسولې شي ۔ په کابل انټرنیشنل ایئرپورټ د یو اے اي افغانستان كښې سفیر عیسیٰ الظاهري د افغان عبوري حكومت د كلي والو سيمو د بحالۍ او ترقۍ نائب وزیر مولوی شرف الدین مسلم سره ملاقات وكړو چې پكښې د انساني خواخوږۍ په بنیاد د مرستې په اقدامات او د سباون په معاونت خبرې وشوې ۔په دې موقع عیسیٰ الظاهري ووئېل یو اے ای د افغان اولس سره ولاړ دے او په دې مشکل وخت كښې به د دوي ملګرتيا نه پرېږدي ۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د مرستې سامان يوازې د ڼريوالو پروازونو د لارې نه بلکې د مقامي منډیانو څخه هم په اغستو سمدستي لېږلې شي ٬ دغسې جې په وخت ضرورت مندو ته ورسي۔











