د اروپائي پارليماني غړو غزه لپاره د بيړني اقدامات غوښتنه ٬ په اسرائيل د بنديزونو لګولو وړانديز

برسلز۔9 ستمبر(اے پی پی) د اروپائي پارليمان 50 څخه زياتو غړو د اروپائي ائتلاف د مساوات كمشنرې هاډیا لاهبیب ته يوه چيټۍ استولې ده په كومه كښې چې هغوي په غزه كښې انساني بحران "ځانګړې بشري الميه" ګرځولو سره د سمدستي او عملي ګامونو غوښتنه كړې ده۔ د امارات نیوز اېجنسۍ وام له مخې پارليماني غړو په خپل خط كښې دا خبره په ګوته كړه چې د اروپائي اولس د …

برسلز۔9 ستمبر(اے پی پی) د اروپائي پارليمان 50 څخه زياتو غړو د اروپائي ائتلاف د مساوات كمشنرې هاډیا لاهبیب ته يوه چيټۍ استولې ده په كومه كښې چې هغوي په غزه كښې انساني بحران “ځانګړې بشري الميه” ګرځولو سره د سمدستي او عملي ګامونو غوښتنه كړې ده۔ د امارات نیوز اېجنسۍ وام له مخې پارليماني غړو په خپل خط كښې دا خبره په ګوته كړه چې د اروپائي اولس د ټېكس په لكھونو يورو اخستلے شوے د خوراك سامان ٬ داروګان او طبي آلات په پوله ايسار كړې شوي دي۔ غړو په دې خبره زور راوړو چې په غزه روانه محاصره د اجتماعي سزا په زمره كښې راځي۔ په چيټۍ كښې اروپائي ائتلاف څخه غوښتنه شوې چې هغه د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې آپرېشنز منظم كړي۔ غړو په دې خبره هم زور راوړو چې اسرائيل دې د بشري قوانين خلاف ورزيو په كولو په قانوني توګه ځواب وركونكے وګرځولے شي او په دې لړ كښې دې اروپائي ائتلاف اسرائيل سره د همكارۍ خپله موجوده لوظنامه په سمدستي توګه معطل كولو سره بندېزونه ولګوي۔ په چيټۍ كښې پارليماني غړو دا خبره په ډاګه كړه چې اروپا اوس يوازې تر اندېښنې ښكاره كولو او امن اپيلونو محدود پاتې كېدې نه شي او داسې كله كېدې شي كله چې فلسطينے اولس د قحط ٬ تباهۍ او نسل وژنې په څير خطرو سره مخ دے۔ ده کمشنرې هاډیا لاهبیب څخه غوښتنه وكړه چې هغه په سمدستي توګه متحركه شي او اروپائي لوظونه دې په زمكيزو حقائقو بدل كړي

مزید خبریں